د لاس رسي وړ اتصالات

پر کرزي باندې د امریکا او جرمني فشار


د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن هلري کلن او جرمنی وویل چی که چیری د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی غواړی چی پراخه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی نو باید پخپل هیواد کی اصلاحات راولی او د فساد جرړی ختمی کړي.

میرمن کلنټن وایي د افغانستان په مسله د جرمني له صدر اعظمی انگیلا مرکیل او له خارجه وزیر ویستر ویلی سره په برلین کی خبری وکړلی. هیلری کلنټن جرمنی ته دبرلین ددیوال د چپه کولو دمراسمو د لمانځلو لپاره تللی وه.

له ملاقات نه وروسته په یوه خبری کنفرانس کی هیلری کلنټن او ویستر ویلی د جرمنی خارجه وزیر په صراحت وویل چی دوی توقع کوی چی ښاغلی کرزی خپل حکومت پراخه کړی چی داداری فساد وبایی ناروغی په خپل هیواد کی ختمه کړی.

میرمن کلنټن وویل چی امریکا اود ناټو متحدین په افغانستان کی دخدایی خدمت لپاره ندی تللی بلکه د دی لپاره تللی دی چی دیوه واقعی امنیتی خطر سره چی دتروریزم نه راپیدا شویدی مقابله وکړی. داخطر دالقاعده له خوانه تمویلیږی او الهام ترینه اخلی.

د جرمنی خارجه وزیر ویستر ویل وویل چی افغانستان دیته ضرورت لری چی داسی حکومت ولری چی دټولو خلکو نماینده وی اود ښه حکومت په معیار برابر وخیژی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما خپل هغه بحث ته ادامه ورکوی چی په دی مسله غور کوی چی ایا افغانستان ته نور ۴٠ زره عسکر ولیږی او که نه. دسپینی مآڼی نطاق رابرت گبز ددوشنبی په ورځ وویل چی جمهوررئیس براک اوباما به له خپلو عالیرتبه قوماندانانو سره د چارشنبی په ورځ بیا ملاقات وکړی. خو ددی توقع نشته چی خپله فیصله به ترهغه وخت پوری اعلان کړی څو پوری چی د اسیایی هیوادونو له اوږده سفر نه راستون شوی نه وی.

دملگرو ملتونو عمومی شوری په نیویارک کی یو غیر مرعی الاجرا فیصله وکړله او داخبره یی بیا تائید کړله چی دافغانستان له ملی وحدت سره تعهد لری او دیته ضرورت موجود دی چی هلته دطالبانو اوالقاعده له خوانه د زیاتیدونکی مرگ ژوبلی مخه ونیول شی.

دغه فیصله لیک د جرمنی د یوه دیپلومات مارتین نی له خوانه وړاندی شوی و. هغه وویل چی دده هیواد د ښاغلی کرزی د هغه تعهد هرکلی کوی چی وایی له اداری فساد سره به په فعال ډول مبارزه وکړی.

د دوشنبی په ورځ یوه امریکایي تلویزون سره په مرکه کی جمهور رییس حامد کرزي وویل چی حکومت یی په هر هغه ځای کی چی فساد لیدلی دی ،د له منځه وړلو په خاطر یی ګامونه پورته کړیدي.

XS
SM
MD
LG