د لاس رسي وړ اتصالات

گارډین: برتانیه له کرزي غواړي د طالبانو سره خبرې وکړي


ګارډین ورځپاڼې پخپله ننې ګڼه کې د برتانې د بهرنیو چارو د وزارت د هغه لیک په اړه رپوټ خپور کړی چې مطبوعاتو ته لاسته ورغلی دی او پکې برتانیې د جمهور رییس حامد کرزي نه غوښتلي دي تر څو دې د طالبانو سره مذاکرات وکړي. ورځپاڼه وایي چې د برتانې چارواکو د افغانستان په حکومت باندې فشار زیات کړیدی چې دملي روغې جوړې لپاره دې زیاتې هڅې وکاندي.

ورځپاڼه وایي چې د برتانې د بهرنیو چارو د وزارت ، په ځانکړي ډول د ښاغلي شرارډ کوپر کولز لخوا چې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانې ځانګړی استازی دی ، د دغې اقدام سخت ملاتړ کړیدی. همدارنګه د برتانې استخباراتي کړیو او په کابل کې د برتانې تر ټولو لوړ رتبه منصبدار جنرال ګریم لامب د دغې اقدام پلوي کړیده.

ځیني برتانوي چارواکي اوس دا وړاندیز کوي چې د یو شمیر هغو طالبانو نومونه چې غواړي د ملي پخلاینې د پروسې سره ګډ شي، د هغه لست نه لیرې شي چې ملګرو ملتونو لخوا پرې بندیز لګول شویدی. د برتانې د بهرنیو چارو وزارت په هغه رپوټ کې چې د مطبوعاتو لاسته ورغلی دی ویل شویدي که چیرته مونږ غواړو چې افغان امنیتي قواوې پدې باندې قادر کړو چې یاغیتوب مهار کاندي نو لومړی باید مونږ طالبان تقسیم او کمزوري کړو.

ورځپاڼه وایي داسې عقیده شته چې دغه وړاندیز به د افغانستان حکومت هم لیږل شوی وي، لدې وړاندې هم دا شان وړاندیزونه شوي و. برتانې پخوا ویلي و چې د طالبانو د هغو مشرانو سره باید خبرې وشي چې د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې د یاغیتوب رهبري کوي.

په لیک کې ویل شویدي چې دغه پروسه باید په دریو پړاوونو کې ترسره شی، لومړی پړاو یې باید تاکتیکي وي یعنې لومړې باید هڅه وشي چې هغه طالبان او د ټیټې کچې قوماندانان یې د ټولنې سره یو ځای شي چې په جګړه کې بوخت دي، دویم پړاو یې باید عملیاتي وي یعنې د طالبانو لوړ رتبه قوماندانان د خپلو جنګیالو سره یو ځای او هغه کسان باید د ټولنې سره یو ځای کړل شي چې د طالبانو لخو والیان ټاکل شویدي او دریمه برخه یې باید یو ستراتیژیک برخه وي.

ښاغلي لامب همدارنګه ویلي دي چې په سیمه ایزه کچه باید د ولسوالیو مشران او سپین ږيري د ځایي طالبانو سره خبرې وکړي. او زیاته کړې یې ده چې دا به د کابل د مرکزي حکومت په پرتله زیاته اغیزه ولري.

XS
SM
MD
LG