د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې


دافغانستان په جمهور رئیس حامد کرزي باندېپه بین المللی ټولنه کې له دېکبله انتقاد کیږيچې په یو فاسد حکومت ریاست کوي .

یو تازه خپور شوی رپوټ دا ادعاگانې تائیدوي چې په افغانستان کې پراخه اداری فساد موجود دی.

دا رپوټ وايي، دا په ټولو هغو هیوادونوکې چې سروی یې اخیستل شویده ، دویم راغلی.

دغه رپوټ دامریکا دپالیسی طراحان اندیښمن کړیدی، په داسی حال کې چې دوی په افغانستان کې دامریکا په راتلونکی سټراټیجې باندی غورکوی.

ددوه زره نهم کال دنړۍ داداری فساد سروی چې دبین المللی شفافیت په نامه مؤسسې کړیده، همدا اوس خپره شویده.

د١٨٠ملکونوله جملې نه د ١٧٩ ملکونو سروی اخیستل شویده. افغانستان په دغه سروی کې دلاندی له خوا نه یوه پوړې دپاسه دی.

ددغې ډلی درپوټ په قول یوازی بل جنگ ځپلی هیواد سومالیه دهچې فکر کیږی ډیر فاسد حکومت لری.

جمهوررئیس بارک اوباما افغانستان ته دنورو عسکرو په لیږلو باندی غورکوی چې دطالبانوپه خلاف وجنگیږی.

داضافی عسکرو لیږل به په افغانستان کې امریکا دیاغیانو په خلاف نوې سټراټیجی ته متعهده کړی.

ددغه بغاوت مرکزی ټکی دافغانانو دزړونو لاس ته راوړل دياو دیاغیانو سره دعامه ملاتړ کمزوريکول دي.

دجورج ټاون په پوهنتون کې دامنیتی مطالعاتو پهمرکز کی استادې کرسټین فیر څرگنده کړه چې اداری فساد ځکه دامریکا دپالیسی طراحان اندیښمن کړیدی چې دا دخپل حکومت سره دافغانانو ملاتړ او په افغانستان کې د تشبثاتو لپاره دلویدیځو ملکونو ملاتړ کمزوری کوی . میرمن فیر وايي:

"زه په دې عقیده نه یم چې دا به حتمي یو پاک حکومت وي. دا تبصری کیږي، زه هم فکرکوم چې دغه دبغاوت ضد کوښښ ترهغې پوری نشی کامیابیدی ترڅو چې ددغه اداری فساد یوڅه غم خوړلی شوی نه ويلږترلږه ددی حده پوری ويچې دغه حکومت مؤثر وگڼل شي.او ضرورنده چې دا یوه ستونزه وی چې دځینو په نظر همداسی ده ، که حقیقت داسی نوی ، طالبان هم خپل ځان د اداری فساد ضد گڼی".

میرمن فیر زیاته کړه چې تر دی وروستیو وختو پوری دجمهوررئیس کرزی سره د امریکا د ملاتړ د کمیدو په اړه سوال نه پیدا کیده، چې ښائې دې کار اداری فساد ته زمینه برابره کړې وي. میرمن فیر خپلی خبری ته دوام ورکوی او وايي:

"ستونزه یوازی حکومت ندی . موږ ورته اسانتیاوې برابری کړیدی او پدی مو قادره کړیدی او په عمومی توگه د تیرو اتو کالولپاره موږ په دغه ستونزه کې شریک یو. زما مطلب دادی چې څنگه موږ ویلای شو چې موږ غواړو چې کرزی د خپل ورور په باره کې یو څه وکړی چې گمان کیږی چې د مخدره موادو په فعالیتونو کې لاس لری، په داسی حال کې چې په څرگنده توگه د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا (سي.آی. اې) هغه ته پیسې ورکوي".

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن امریکا غږ ته وویل، دی پدی عقیده دی چې جمهوررئیس کرزی یو شریف انسان دی مگر زیاته ئې کړه چې هغه له کابل نه بهر واقعي قدرت نلري او ډیر احتیاط کوی چې ځینی خلک له خپل ځان نه جدا نکړي.

سفیر نیومن وايي، لویدیځو ملکونو پر ښاغلي کرزي او دده پر حکومت باندې په بی رحمه انتقاد کولو سره، هغه ځان ته را ایسار کړیدی.

ښاغلې نیومن وايي: "په عمومی لحاظ زه فکر کوم چې په تیر یو یا دوو کالو کې عامه سخت انتقاد او له بهر نه مخالفت هم یو عامل کیدای شي او زما په نظر دا یو څه اشتباه ده. زه فکرکوم چې سخت انتقاد مؤثره ندی چې په عمومی توگه کار نه ورکوی. که یو څوک په خپله ښځه باندی په قهر شی نو په عمومی توگه دا د هغې له راضي کولو سره مرسته نه کوي. د هیوادونو تر منځ دا خبره تر دې هم بده ده" .

سفیر نیومن چې همدا اوس یې په افغانستان کې د خپلې وظیفی په باره کې خپل خاطرات بشپړکړیدی، وايي، اداری فساد مختلف ډولونه لری او لږترلږه په ټیټه سطحه د یو څه اداری فساد توقع کیدای شی. سفیرنیومن وايي :

"دا په دی پوری اړه لری چې یوڅوک د څه په باب خبری کوی. که یو څوک دهغه پیسو به باره کې خبری کوی چې په هغې باندی سرک جوړوی، مگر سرک ورباندی پخپل وخت کې جوړشی ، په داسی کیفیت جوړشی چې غوښتنه ئې کیږی ، په ډانگ پیلی توگه کیدونکي ادعاگانې ځورونکي دي. خو که سرک وړ نشی یاسرک جوړ شی مگر داداری فساد په علت بیرته کنډو کپر شی نو پدی صورت کې دا یوه مهمه ستونزه ده . ښائې چې پدی باندی له عادی نظر نه یو څه کم ټینگار شوی وی مگر زه فکرکوم چې دا پوره واقعیت دی".

ځینی څارونکی دا دلیل راوړی چې ېه ځنیو ولایتونو کې حکومت دومره کمزوری دی چې واقعا یوازی په رشوت سره حکومتی اداری کارکولی شی . مگر دبین المللی شفافیت دمؤسسې دپالیسیاو پلټنی مدیره روبن هیوډیسوايي، دغه مفکوره چې اداری فساد کارورکوی ، هیسی خواب خیال دی. میرمنهیوډیس وايي:

"حتئ لږرشوت ددوامداروخت دریځ ندی، دا داسی یوڅه دی لکه دموټر عربېچې په گریسو تاویږي. تل داسی فکرکیږی چې لږ څه ته ضرورت دی چې سستم ورباندی وچلیږی. مگر په حقیقت کې علمی څیړنی ښئ چې دا یو غلط کار دی ، په اوږده موده کېپدی سره سیستم نه جوړیږی، نه داسی مارکیټونه جوړیدی شی چې د رقابت وړ وي ، واقعآ تاسی پرمختگ ته تاوان رسوی، تاسی اقتصادی وده زیامنه کوئ او د با لقوه پانگه اچونکو اعتماد له منځه وړی".

ددی لپاره چې دغه انتقادونه کم شوي وي ، جمهورریئس حامد کرزي د اداری فساد د نوي ادارې د جوړیدو اعلان وکړ.

میرمن روبن هیوډیس وايي، کله چې څوکد اداری فساد سره مخامخ کیږی نو د اداری فساد ضد ادارې جوړیدل یوعام کاردی مگر د دارنگه ادارو جوړیدلهم ښه دي او هم بی گټی دي. دا وايي، ددی لپاره چې دوی کامیاب شوي وي باید قوي سیاسی ملاتړ ولري چې ددې ډاډ ورکړي چې دا هسی فرمایشي کار ندی. میرمن هیوډیس وايي:

"دوی به کار ورکړی. دوی به مؤثر وي. دوی به پوره منابعو ته ضرورت ولري. دوی دېته ضرورت لري چې مستقل وي. دوی دې ته ضرورت لري چې پوره قدرت ولري چې که دا تحقیقات وي یا تعقیبول. برسیره پر ټولو دغو شیانو دوی سیاسی ارادې ته ضرورت لري چې د دوی تر شا وي او په هغه صورت کې به دوی مؤثره وي".

په دویم ځلی انتخاباتو کې دکرزی له بری نه څوساعته وروسته جمهورریئس بارک اوباما د هغه دا تهعد وستایه چې غواړياداريفساد ورک کړيمگرپه ډانگ پیلیېتوگه ئېخبرداری ورکړچې په تشو خبرو نه بلکه دا تعهد باید په عمل کې ثابت شي.

XS
SM
MD
LG