د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وايي چې د امریکا متحده ایالات به په دې پیل وکړي چې په افغانستان کې د مرستو د قراردادونو پر مسلې کنټرول زیات کړي ترڅو په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د اداري فساد مخه ونیول شي.

ښاغلي ګیټس مخکي له دې چې د جمعې په ورځ د کاناډا د هلیفکس په ښار کې د دفاعي چارو نړیواله غونډه پیل شي دا یې تایید کړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ملکونو حضور د پرمختیايي قراردادونو له لارې دغه ملک ته زیاته اندازه ډالر وروړي دي.

ښاغلي ګیټس زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات کولای شي چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې پر یوې مهمې برخې غور وکړي او هغه دا ده چې په هغو برخو باندې کنټرول زیات کړي چې د افغانستان د پاره د پیسو چکونه لیکي.

د ښاغلي ګیټس دغه خبري چې د کاناډا د دفاع وزیر پیتر مکې سره یې په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې، په داسي حال کې کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان جمهور ریٌْس حامد کرزي خپل د دویمې پنځه کلنه دورې دپاره د لوړې مراسم ترسره کړل.

په جمهور ریٌْس کرزي باندې د دې فشار دی چې په خپل ملک کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.

دغه راز ښاغلي ګیټس وویل چې د افغانستان څخه د امریکا د قواوو راوتلو مسله به په دغه ملک کې په وصعیت پوري اړه ولري.

XS
SM
MD
LG