د لاس رسي وړ اتصالات

قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی


د سرحدی امنیتی قواوو قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چی نن د هغوی دگزمی یو موټر نن په سپین بولدک کی د سړک د غاړی په بم وربرابرشو.د فرانسی خبری آژانس وایی چی یاغی طالبانو د دی حملی مسولیت په غاړه اخیستی دی.

افغان چارواکی وایی چی په یوه بله پیښه کی پرون په کابل کی یو راکټ یوه لوکس هوټل ته نژدی ولگید ، څلور تنه یی زخمی کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا غږ ته وویل چی دغه راکټ د یوه روغتون او سرینا هوټل ترمینځ په یوه سړک کی چاودیدلی دی.

د زخمیانو په جمله کی یو عسکر هم شامل دی.

په دغه هوټل کی اکثره خارجیان اوسیږی . دغه هوټل ارگ ،وزارت خانو او سفارت خانو ته نژدی موقعیت لری.

طالبانو تیره میاشت هم دغه هوټل په راکټونو ویشتلی و، خو هیڅوک پکی نه وو خوږ شوی .

یاغی طالبانو د ٢٠٠٨ م کال د جنوری په میاشت کی د سرینا په هوټل حمله کړی وه، او په دغه کوماندویی ډوله حمله کی لږ تر لږه اته تنه وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG