د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه له زندان نه ١٢ بندیان وتښتیدل


افغان پولیس وايي چې ددغه ملک په لودیځ کې، د یوه زاندان څخه ۱۲ بندیان تښتېدلي دي.

پولیسو نن د شنبې په ورځ وویل چې دغه بندیان د فراه د ولایت د زندان نه هغه وخت وتښتېدل چې د تېښتې لپاره، د دباندي پر لور یو تونل کېندلی و.

چارواکي وايي چې دیارلسم بندي یې د تېښتي پر وخت نیولی دی.

بل پلوه د شنبې په ورځ، افغان چارواکو ویلي دي چې په کابل کې د یوې غټې چاودنه غږ، دغه ښار ته تکان ورکړی دی. چارواکي وايي چې یادشوی بم د فضله موادو په صندوق کې اېښودل شوی و خو ډیره لږ وراني یې پېښ کړې ده. په دغه چاودنه کې هیچا ته زیان نه دی رسېدلی. دغه راز چارواکو ویلي دي چې د یادشوې چاودنه هدف د مرګ ژوبلې پرځای خلګو ته خبرداری و.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه نه وشوه چې افغان جمهور ریٌْس کرزي یو ځل بیا پر طالبانو او نورو افراطي ډلو باندې غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږي او د جنګ ځپلي ملک په بیا رغونه کې دي مرسته وکړي.

جمهور ریٌس کرزي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ خبري کولې، طالبانو ته یې د ورونو خطاب وکړ او پر هغو ټولو کسانو یې غږ وکړ چې د حکومت پر ضد یې وسلې پورته کړي دي چې د حکومت سره یو ځای شي او ملک ته د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG