د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او کرزي د ستراتیژئ په اړه تلیفوني خبرې وکړې


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به د افغانستان د جگړی لپاره تجدید شوې پالیسی د نن د سه شنبی په ورځ اعلان کړي. توقع ده چی ددغی پالیسی له مخی به لږ تر لږه ٣٠ زره نور امریکایی عسکر افغانستان ته ولیږل شي.

د سپینی ماڼی نطاق رابرټ گبز د امریکا خبري تلویزیونونو ( سي.این.این او این.بي.سي) ته وویل چی جمهور رئیس به په خپلو خبرو کی د یو مهال ویش یادونه وکړي.

هغه وویل دی په دې عقیده دی چی په دی موده کی د امریکا قواوی له افغانستان نه وتلی شي.

د امریکا قواوی له ٢٠٠١ میلادي کال نه راپه دی خوا له طالبانو او القاعده سره په جگړه بوختی دی. سپینه ماڼی کوښښ کوي چی د جنگ په برخه کی د خلکو د مخ په زوال ملاتړ او د ملی امنیت د اندیښنو په برخه کی موازنه وساتي.

په دی خبره هم قناعت ندی حاصل شوی چی د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دې ته متعهد دی چی د حکومتداری په طریقه کی انکشاف راولي او له اداري فساد او رشوت سره مقابله وکړي.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما له جمهوررئیس کرزي سره په یوه اوږده ویډیویی کنفرانس کی، د واشنگټن د نوې نظامي ستراتیژئ په باب خبرې وکړې.

د جمهور رئیس کرزي د دفتر یوه خبرلیک د سه شنبی په ورځ وویل چی په خبرو کی د امنیتی مسایلو لپاره پلانونه او د نظامي، سیاسي او اقتصادي پرمختگ لپاره پلانونه شامل وو.

د سپینی مآڼی نطاق رابرت گبز ددوشنبی په ورځ وویل چی ښاغلی اوباما له خپلی فیصلی نه د خپل ملی امنیت ډله خبره کړیده او دعملی کولولپاره یی فرمان صادر کړیدی. توقع ده چی جمهوررئیس ٣٠ زره نور امریکا یی عسکر افغانستان ته ولیږی.

رابرت گبز وویل ښاغلی اوباما دغو حالاتو ته د مشترکو نړیوالو ستونزو په نظر گوری او په دی اړه له خپلو متحدینوسره له نیژدی نه سلامشوری کوی. دسپینی ماڼی نطاق څو څو ځلی داخبره تکرار کړه چی دامریکا نظآمی تعهدات دافغانستان په هکله د وخت له محدودیت نه پرته ندی.

رابرت گبز وویل چی مهم مقصد به دافغانستان دعسکری قواو روزنه وی څو هغوی وکولی شی چی د خپل امنیت مسوولیت په خپله غاړه واخلی.

برتانیه هم افغانستان ته نور عسکر لیږي:

په لندن کی ددوشنبی په ورځ، د برتانیی صدراعظم گورډن براون وویل چی دی به نور ٥٠٠ اضافی عسکر افغانستان ته د ډیسیمبر په میاشت کی ولیږی. په دی توگه به دبرتانیی دعسکرو شمیر په افغانستان کی تر ١٠ زرونه زیات شی. گورډن براون وویل چی ده دا فیصله ددی لپاره کړیده چی برتانیه خوندی وساتی.

د برتانیی د قواو رئیس د هوایی قواو مارشال جک ستررپ وویل برتانیه به نوی وسایل چی په هغو کی به هیلیکوپټرونه ، زغرور موټر ، دهوایی څارنی بی پیلوټه الوتکی او د بم د خنثی کولو خاص ماهران شامل وی ، افغانستان ته ولیږی چی ددوی د قواو ملاتړ وکړی.

د فرانسی ددفاع وزیر هیروی مورین ددوشنبی په ورځ ناوخته وویل چی ددی توقع نشی کیدلی چی فرانسه دی افغانستان ته نور عسکر ولیږی. خو هغه وویل چی دده هیواد دا پلان لری چی خپل نقش د بیا رغونی لپاره د زیاتو مرستو په لیږلو کی نور هم تقویه کړی.

همدارنگه ددوشنبی په ورځ نړیوالی قواوی چی د لیتوانیا د بیا رغونی په ډله کی د غور په ولایت کی کار کوی د ښوونځیو شاگردانو ته یی د ژمی په زرگونو خولی چی په لاس جوړی شویدی، ویشلی دی.

ناټو وویل چی ددغو خولیو ویشل دهغی پروژی د کار یوه برخه وه د افغانی ماشومانو لپاره د تودو خولیو برابرولو کار کوی.

XS
SM
MD
LG