د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیی صدراعظم په ناڅاپی سفر قندهار ته رسیدلی دی


د برتانیی صدراعظم گوردن برون وایی چی په څو راتلونکو میاشتو کی به په افغانستان کی د بغاوت د ځپلو لپاره نور ی نړیوالی قواووی هم افغانستان ته ورشی.

ښاغلی برون نن کابل ته د ناڅاپی تگ په وخت کی وویل چی افغان او نړیوالی قواووی به طالبانو ته ماته ورکړی.

هغه د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره په کندهار کی په یوه پوځی اډه کی ولیدل.

ښاغلی برون او نور لویدیځو مشرانو په کرزی باندی زور اچولی چی که څه هم جنگ نور هم خونړی شوی دی، حکومتی چاری باید

ښی کړی او اداری فساد ورک کړی.

په برتانیه کی په داسی حال کی چی په افغانستان کی د برتانوی عسکرو مرگ ژوبله زیاته شوی، د دی جنگ سره د برتانویانو ملاتړ کم شوی دی.

ناتو وایی چی سږ کال په افغانستان کی سل برتانوی عسکر وژل شوی دی.

د گوردن برون د سفر نه څو ورځی مخکی د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس او د برتانیی د دفاع وزیر باب اینسورت هم په ناڅاپی ډول افغانستان ته تللی وو.

اینس ورت په کابل کی افغان چارواکیو ته وویل چی د برتانیی خلک غواړی چی فغان چارواکی خپل موثریت زیات کړی.

بل پلو ناتو وویل چی افغان او نړیوالو قواوو نن په لغان کی پنځه یاغیان ووژل او یو یی بندی کړ

XS
SM
MD
LG