د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: له طالبانو سره بندي کسان یې لیدلي


د سره صلیب نړیواله اداره وایي د هغو بندیانو سره یې کتلي دي چې طالبانو نیولي دي. دا په تیرو څو کالونو کې لومړی ځل دی چې دغه اداره د دا شان بندیانو سره ګوري.

سره صلیب نن د سه شنبې په ورځ وویل د افغانستان د امنیتي قواوو د هغو دریو تنو سره یې لیدلي دي چې د بادغیس په ولایت کې د طالبانو سره بندي دي.

د سره صلیب نړیواله اداره یوه بې طرفه اداراه ده چې په ټوله نړۍ کې د بندیانو سره ګوري تر څو دهغوي سره د سلوک او وضعې په اړه معلومات تر لاسه کړي. دغه اداره وایي په نظر کې لري چې د طالبانو او په افغانستان کې د ځینو وسله والو ډلو تر توقیف لاندې بندیانو سره په بیا بیا وګوري.

د سره صلیب اداراه وایي چې په افغانستان کې اوس مهال ١٣٦ بندي خانې ګورې. دغه اداره وایي چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو د واک نه د راپرځولو وروسته شاوخوا ١٦ زره کسان یې د ځان سره ثبت کړیدي.

XS
SM
MD
LG