د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر افغانان د انډونزیا په قفس کی پراته دي


د سکوپ ولډ، انډپنډنت نیوز په انترنټي پانه کې رپوټ ورکړ شوی دی چې تامیلیان او افغانان د اندونزیا په قفس کې پراته دي او اندونزیايي مهاجرین د استرالیا د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مهاجرینو په هکله له ترحم نه کارواخلي ځکه اندونزیا ددوی د ستونزې د حل لاره نه ده.

انترنټ پاڼه لیکي کله چې د تاملیانو د بحري وایکنگ په نامه کښتي اندونزیا ته ورسیدله او مهاجرین د اندونزیا مقاماتو په ولکه کې ولویدل، دوی د استرالیا نه غوښتنه وکړه چې ددوی دوسیې ژر تکمیلې کړي او هغوی ته استرالیا ته د تگ اجازه ورکړي.

انترنټ پاڼه زیاتوي د اندونزیا د مهاجرینو په توقیف خونه کې ډیر شمیر په ډیر بد حالت کې ژوند کوي او دوی هم د دې په شان ورته غوښتنه د استرالیا نه وکړه. په دې مهاجرینو کې نهه تنه افغانان هم شته چې یوه یې پنځلس میاشتې دلته تیرې کړي دي او ټول په یوه کوټه کې چې یواځې درې په پنځه متره پراخوالی لري ژوند کوي.

یو افغان مهاجر چې د مهاجرینو په چاروکې د یو شمیر فعالینو سره خبرې وکړې گیله وکړه چې که چیرې استرالیا دوی نه مني نو ولې دغه هیواد د مهاجرینو کانوانسیون چې ددوی د حمایې غوښتونکی دی، منلی دی. دغه فعالین د افغاني او تامیلي مهاجرینو په حالت چې د زندان په سختو شرایطو کې ژوند کوي سخت خپه شول.

دوی وویل چې د استرالیا صدراعظم کیون رډ باید په دې برخه کې مداخله وکړي او سیاسي پناه غوښتونکي په استرالیا کې ومني.

XS
SM
MD
LG