د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي کندهار کې یې د طالبانو مشکوک قومندان نیولی


ناټو وايي چې د طالبانو یو مشکوک قوماندان چې د څو وروستیو ترورونو پړه پرې اچول شوې ده د کندهار په ولایت کې د افغان امنیتي قواوو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه مشکوک قوماندان او څو تنه نور یاغیان هغه مهال ونیول شول چې د کندهار د ښار په جنوبي برخه کې په یوې قلا کې پټ وو.

په عین حال کې د کاناډا د دفاع وزارت ویلي دي چې پرون د چارشنبې په ورځ یې یو عسکر د کندهار ولایت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

چارواکو ویلي دي چې دغه عسکر د افغان ملي امنیتي قواوو سره یوځای ګزمه کوله کله چې په بم ووژل شو.

XS
SM
MD
LG