د لاس رسي وړ اتصالات

"ملگري ملتونه پاکستان کې خارجی مامورین کموي"


نیویارک ټایمز پخپله نننۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو د ځینو چارواکو له قوله لیکلي دي چې دغه اداره غواړي په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له امله خپل کابو شپیته تنه کار کوونکي د شپږو میاشتو لپاره محفوظو ځایونو ته ولیږدوي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یوه مامور له قوله چې د نوم د نه اخیستو په شرط یې د ورځپاڼې سره خبرې کړیدي وایي چې پدغې پریکړه کې د د دغې اداره کابو دوه زره اوه سوه پاکستاني کار کوونکي ندي شامل.

هغه وایي که چیرته په پاکستان کې امنیتي وضع سمه شي نو د دې امکان شته چې ملګري ملتونه به خپل کارکوونکي حتی د شپږو میاشتو د مودې د پوره کیدو نه وړاندې هم خپلو اړوندو ځایونو ته واستوي. ملګرو ملتونو دا پریکړه وروسته تر هغې وکړه چې په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد او د راولپنډۍ په ښار پداسې ځایونو باندې تروریستي بریدونه وشول چې په کلکه پکې امنیتي ترتیبات نیول شوي

د دغې پریکړې نه دوه میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و چې خپل کار کوونکي به د پاکستان د صوبه سرحد نه وباسي. خو دا لومړی ځل دی چې دغه اداره د پاکستان په پایتخت کې د خپلو کارکوونکو د ایستلو په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه وایي چې همدا اوس په اسلام آباد کې د ځینو غربي ادارو د کارکوونکو شمیر کم شویدی او ډیری دیپلوماتان او د مرستندویه ادارو کار کوونکي په آزاد ډول نشي ګرځیدلي.

ورځپاڼه وایي چې 2009 کال په پاکستان کې د ملګرو ملتونو لپاره یو ستونزمن کال و، او د دغې ادارې په لس ګونه تنه کار کوونکي په هغه هیواد کې په بیلا بیلو پیښو کې ووژل شول. د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې په اسلام آباد کې د نړیوال خوراکي پروګرام په مرکزي دفتر باندې ځانمرګی برید وشو او د دغې ادرې پنځه تنه کار کوونکي پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG