د لاس رسي وړ اتصالات

کای ایډه: د افغانستان حالات له کنتروله وځي


افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استاځي کای ایډه خبرداری ورکړی چې که په هغه ملک کې د ده په قول د منفي تمایلاتو ژر مخنیوی ونه شي نو حالات به له کنټروله ووځي.

هغه پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې د نړۍ والو نظامي قواوو او د مرستو رسونکو ملکونو نه افغاناتو ته د کنټرول سپارلو د پاره د یوې ښې ستراتېژۍ مینځ ته راتلو ته ضرورت دی.

په افغانستان کې د ( کای اېده ) د ماموریت دوره د مارچ په میاشت کې ختمېږي.

هغه وویل چې ملکي چاروته لکه د قوي موسسو جوړول باید همدومره جدي پاملرنه وشي لکه نظامي چاروته چې کېږي.

کای ایده وویل چې په لندن کې د دې میاشتې په پای کې د افغانستان په باب په غونډه کې کېدای شي د دې چارو بنسټ کښېښودل شي.

د بریتانیا سفیر ( مارک لایل) وویل چې د لندن په غونډه کې به د افغانستان امنیتي چارو، پرمختګ او حکومتي چارو ته زیاته توجه وشي.

کای اېده وویل چې سوله او د افغانانو ترمینځ روغه جوړه په افغانستان کې د اوږدې مودې ثبات راوستودپاره ډیره مهمه او ضروري ده. هغه خپل دا پېشنهاد بیا تکرار کړ چې وايي د سولې په خاطر باید د هرچا سره چې یاغي طالبان هم په کې شامل وي، وکتل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استاځي ( ظاهر طنین) د ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې پر هغو طالبانو طالبانو باندي دي لګول شوي بندیزونه ایسته شي چې غواړي د شخړو او جګړو نه لاس واخلي او د سولې په جریان کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG