د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن آسیا ته سفر کوي


د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن نن ددوشنبی په ورځ د اسېا پاسېفېک د سمېی هېوادونوته خپل سفر پېل کړېدې. هغه به په دې سفر کې په امنېت ، انکشاف ، چاپېرېال اوله څو هېوادونو سره د ښو اړېکو په ساتلو باندی ټېنگار وکړی.

خارجه وزېره کلنټن به خپل سفر دامرېکا د پاسېفېک اېالت هوایی نه پېل کاندی او هلته به د سه شنبی په ورځ د جاپان له خارجه وزېر کاتسوېا اوکادا سره ملاقات وکړی. د جاپان او امرېکا تر منځ په اوکېناواکې د هوایی اډې پر سر جنجال روان دی.

د ٢٠٠٦ م کال د موافقیپر بنا باندی پکاروه چې د سمندری قواو دا اډه له بهېروبار نه ډکی ښاری سېمی نه د اوکېناوا په سېمهکومی بلی برخی ته انتقال شی.

خواوس ېوشمېر سېاسی گوندونه واېې چې دا اډه دی له اوکېناوانهپه بشپړ ډول بل ځای ته انتقال شی.

د امرېکا خارجه وزېرههېلری کلنټن به دخپل سفر په ترڅ کې پاپوا نېو گېنی ته ولاړه شی؛ هلته به د حکومت له چارواکېو اومدنی ټولنی له مشرانوسره ملاقات وکړی چې د چاپېر ېال په ساتنه او ښځو ته د واک او اختېار په ورکولو بحث وکړی.

رپوټ واېې چې مېرمن کلنټن به په خپللس ورځنی سفر کېنېوزېلنډ او استرالېا ته هم سفر وکړی.

XS
SM
MD
LG