د لاس رسي وړ اتصالات

آیا زراعتي چارې د ځمکې تودوښه زیاتوي؟


د نړۍ ۲۱ ملکونه په ګډه پر دې باندې کار کوي چې د زراعتي فعالیتونو تړاو د ځمکې د تودوخي سره مطالعه کړي.

ماهرین وايي چې د ځمکې د تودوخې څوارلس په سلو کې علت زراعتي فعالیتونه دي

ددغو فعالیتونو په نتیجه کې فضا ته د کاربن دای اکساید ګازخپرېږي چې په نتیجه کې یې ځمکه تودېږي.

په دې وروستیو وختونو کې د نړۍ ۲۱ بیلابیلو ملکونو یوه ګډه څیړنه پیل کړه چې د زراعتي فارمونو څخه فضا ته د مضر ګازونو د خپرېدو مخه ونیسي او په عین حال کې دغه پروسه په ښه دول مطالعه کړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د نړېوالې غونډې نه وروسته د (ګلوبل ریسرچ الاینس) په نامه د زراعت د برخې یوه تحقیقاتي ډله جوړه شوه چې د زراعت او د ځمکې د تودوخې ترمینځ یې د تړاو په اړه مطالعه پيل کړه.

د ځمکې د تودوخې د مخنوي په باب نړیواله غونډه تیره میاشت د دنمارک د کوپنهاګن په ښار کې وشوه.

د زارعت د برخې ماهرین وايي چې په دغه برخه کې یو لړ فعالیتونه د ځمکې د تودوخې سبب ګرځي او په نتیجه کې یې فضا ته مضره ګازونه خپرېږي. د بېګلې په توګه د حیواناتو فاضله مواد او د هغوی هاضمه جهاز یو لړ مضره ګازونه تولیدوي.

دغه راز حاصل خېزې ځمکې او د حیواناتو د فاضله موادو سوځول هم مضره ګازونه تولیدوي چې فضا ته خپرېږي.همداشان د زارعت ځېنې ماهرین دا هم وايي چې د ځمکې (یوې کول) هم فضا ته د کاربن دای اکساید مضر ګاز خپروي.

د اروپايي اتحادیې د تحقیقاتو د برخې عمومي ریْس مایف ریوت وايي چې د زراعت د برخې د مضره ګازونو مخه نیول کېدای شي هغه وړاندیز کوي چې حیواناتو ته دي خاص پروړ ورکړل شي چې په نتیجه کې به یې د یادشویو مضره ګازونه مخه ونیول شي.

د زراعت د برخې نوې پرانیستل شوې تحقیقاتي ډله وايي چې د ځمکې د تودوخې نه مخنیوي یې د مجموعي هدف یواځي یوه برخه ده. دغه مرکز وايي چې نړۍ ته په کار ده چې د فارمونو ښه مېتودونو ته انکشاف ورکړي ترڅو د نړۍ په خوار او غریبو ملکونو کې مخ پر زیاتېدو وږي خلګ ماړه کړل شي.

په عین حال کې د آمریکا د زراعت د چارو وزیر تام وېلسیک وویل چې هیڅ یو ملک په یواځي تنه نسي کولای چې فضا ته د مضره ګازونو د خپرېدو مخه ونیسي او په عین حال کې د خوراکي موادو د تولید کچه هم زیاته کړي نو په همدغه دلیل په دغه برخه کې د ملکونو اتحاد او د مشترکو سرچینو نه کار اخیستل مهمه مسله ده.

د آمریکا د زراعت وزارت ژمنه کړېده چې تر راتلونکو څلورو کلونو پوري به د ځمکې د تودوخې او زراعتي فعالیتونو ترمینځ د تړاو د تحقیق په برخه کې تر ۱۹ میلونو ډالرو پوري زیاتې پېسې ولګوي، او په دې ترتیب به په دې برخه کې د آمریکا د حکومت بودېجه ۱۳۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي. د امریکا د زراعت وزارت به ددغې پروژې نتایج د ګلوبل ریسرچ الاینس د تحقیقاتي مرکز سره شریک کړي.

د آمریکا د زراعت وزارت به د پرمختګ په حال کې مکلونو سره د څېړنو اوتحقیقاتو به پرخه کې همکاري وکړي. د (بورلوګ فېلوشیپ) په نامه د یوه پروګرام له لارې به آمریکايي تحقیق کونکي هم په دغه برخه کې خپل تحقیق وکړي.

XS
SM
MD
LG