د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې عامو خلکو مظاهره کړې


د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه عام خلګ لارو کوڅو ته راووتل او د ناټو د قواوو د خواه د شپې په حمله کې یې د څلور کسو د وژل کیدو په خاطر مظاهرې وکړې.

عیني شاهدان وايي چې د پېښې د قربانیانو له جمع نه درې تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

ناټو په حمله کې د ملکي خلګو وژل کیدل رد کړي دي او ویلي یې دي چې څلور سره وژل شوي کسان یاغیان وو. ناټو ویلي دي چې دغه حمله د افغان ملي امنیتي قواوو له خوا رهبري شوې ده او هدف یې د طالبانو د یوه لوی قوماندان نیول وو.

ناټو وايي چې د څلورو وژل شویو کسانو له جمع نه یو یې ۱۵ کلن هلک و چې د یوه عسکر د ټوپک د را پورته کولو پر وخت پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

XS
SM
MD
LG