د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی له طالبانو سره خبرو  کی دسعودي مرسته غواړي


(عکس AP: طالبان د ملي پخلاینې کمیسیون ته له راتگ وروسته دعا کوي)

دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی ددی لپاره سعودی عربستان ته سفر کوی چی د سعودی له باچانه خواهش وکړی چی له ده سره په دی کی مرسته وکړی چی له طالبانو سره روغه جوړه وکړی.

توقع ده چی ښاغلی کرزی د خپلی پخلاینی په پلان باندی د سعودی عربستان له باچاسره د سه شنبی په ورځبحث وکړی. دپخلاینی دا پلان ددی لپاره جوړشویدی چی طالبان دیته وهڅوی چی بغاوت پریږدی او حکومت ته راواوړی.

رپوټ وایی چی سعودی عربستان یوله هغوی هیوادونو څخه دی چی د طالبانو رژیم یی په رسمیت پیژندلی و. دارژیم په ٢٠٠١ م کال کی له قدرت نه وغورځول شو.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی ویلی دی چی د سعودی عربستان نقش دافغانستان لپاره زښت ډیر اهمیت لری. دهمدی مقصد لپاره هغه تیره اونی د لندنپه نړیوال کنفرانس کی د خبرو پر وخت له سعودی عربستان نه مرسته وغوښتله.

ښاغلی کرزی داهم وویل چی دی پلان لری چی دافغانستان عنعنوی لویه جرگه په راتلونکیو اونیو کیراوغواړی چی له طالبانو اونور و یاغیانو سره د پخلاینی پروگرام پر مخ بوزی.

له بل پلوه ددوشنبی په ورځ دناټو څلور عسکر په مرکزی افغانستان کی په عملیاتوکی ووژل شول. په داسی حا ل کی چی افغان قواو وویل چی ددوی امنیتی قواوی د زابل په ولایت کی یوه ځانمگری حمله شنډه کړیده.

دناټو یو خبر لیک وایی چی دامریکا یو عسکر او دبرتانیی دوه عسکر دهیواد په جنوب کی د سړکی دغاړی په بم چونه کی ووژل شول.

اسپانیی ددفاع وزارت وویل چی د اسپانیی یوعسکر وژل شویدی او شپږ تنه نور په داسی حا ل کی زخمی شویدی چی د ملگرو ملتونو دخیریه مرستو یوکاروان یی بدرگه کاوه.

XS
SM
MD
LG