د پاکستان په صوبه سرحد کې ځايي چارواکی وایې چې یوه ځان وژونکی د قبایلی ملیشو په یوه گزمه باندی حمله وکړله او لږ تر لږه١٣ کسان یې ووژل،چه اوه تنه دملېشو افسران هم په کی شامل دی . پنځلس کسان زخمیان دی.
چارواکی وايي چې دا حمله د خیبر ایجنسی په لویه لاره باندی هغه وخت وشوه چې ځان مرگه خپل موټر د ملیشو له موټر سره وجنگاوه. تر اوسه چا ددې چاودنی مسوولیت ندی اخیستی.
د خیبر په لوېه لاره افغانستان ته د موټرود تگ راتگ ډېر وي.
طالبانو څو وارې د خیبر په لویه لاره باندی په هغو اکمالاتی کاروانو باندی بریدونه کړي دي چې په افغانستان کی د ناټو قواوو ته مواد رسوي او کله کله د پاکستان په امنیتی قواوو باندې هم په همدی لویه لاره باندی حملی کیږي.
د پاکستان پوځ نن ووېل چه ېوه جنگی هلیکوپتر یې د خیبر په لرې پرته سیمه کې د طالبانو سره دجنگ په دوران کی راولیدلی دی او د هلیکوپتر د عملې سرنوشت لا تر اوسه پورې نه د ی معلوم.