د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د هلمند عملیات


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی د شنبې په ورځ سهار وختی د افغانستان او ایتلافی قواوو په زرهاوو پوځیانو چی په هیلی کوپټرونو او د ماینونو ضد نقلیه وسایطو کی سپاره وه د طالبانو پر یوه مهم مرکز باندی د اسی پراخ عملیات پیل کړل چید ٢٠٠١ کال راهیسی ساری نه لري او غواړی په هغه سیمه کی د حکومت کنټرول ټینگ کړی.

ددغو عملیاتو هدف دادی چید هلمند په ولایت کی طالبان له هغه مرکز څخه محروم کړی چی استخباراتی منابع وایی د بمونو جوړولو زیاتی کارخانې او د مخدره موادود جوړولو یو شمېر لابراتوارونه لری.

د امریکاد سمندری پلیو پوځیانو ددوهمی لوا قوماندان برید جنرال لارنس نیکلسن وایی موږ غواړو چی د طالبانو څخه مارجه واخلو او په دې توگه د هلمند په ولایت او په عمومی صورت د افغانستان په ټول ولایت کی په وضع کی یو مهم تغیر راولو.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی سره له هغه چی په تېرو اتو کالو کی د طالبانو پر ضد نور مهم عملیات سوی دي خو دا عملیات له نورو څخه توپیر لری چی دلته د افغانستان د حکومتی او ایتلافی قواو ترمنځ په بې سابقې توگه ټینگه همکاري روانه ده.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایید افغانستان جمهوریس حامد کرزيد جمعې په ماښام د متحده ایالاتود سفیر کارل ایکن بیریاو په افغانستان کی د متحده ایالاتو او ناټود قواووستر قوماندان جنرال سټېنلي مک کریسټل سره تر اوږدو خبرو وروستهددغو عملیاتو د پیل کېدلو منظوری ورکړه. مقامات وایی دا لومړی ځل دی چی جمهوریس کرزید مهمو جنگی عملیاتومنظوري ورکوی.

د متحده ایالاتو مقامات واییجمهوریس کرزي زړه نازړه ددغو عملیاتو منظوري ورکړه خوسفیر ایکن بیریاو جنرال مک کریسټلاو د کابینېمهمو وزیرانوهغه ته وویل چی د دغو عملیاتومنظوری ورکړي او پر دې خبری یې ټینگر وکړ چی د هلمند والي د پنجشنبې او جمعې په ورځد قومی مشرانو غونډي جوړي کړي وې او د مارجې او شاوخوا سیمو څلورو سوو قبایلی مشرانوددغو عملیاتو منظوري ورکړې ده .

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼهلیکی دا نه ده معلومه چییاغیان به څه ډول عکس العمل وښیی.د امریکا استخباراتی رپوټونه واییچی د طالبانو لوی مشرانښاییددغو عملیاتو د رهبری کولو لپاره د پاکستان څخهرا اوښتي وي. د متحده ایالاتو پوځی قطعاتو کوښښ کړی دی چیطالبان محاصره کړي او د هغوی د تېښتی مخه ونیسی مگرپه هغه سیمه کیډېری پراخی دښتي سیمی دي چی طالبانو ته د تېښتی لاری خلاصوی.

ورځپاڼه لیکی کله چی د مارجې داولسوالی مرکزیبرخه د یاغیانو څخه پاکه سوه نو بیا د متحده ایالاتو او برټانیې د ډیپلوماټانو یو هیات او د بیا ابادولو پرسونل په هغه سیمه کید ثبات د ټینگولو اداره جوړوی. ددې عملیاتو یومهم هدف دا دی چی د نوي ټاکل سوي اولسوال حاجی ظاهر سره، چی په جرمني کی له پنځه لس کالو تېرولو څخه وروسته هیواد ته ستون سوی دی مرستهوسی. دغه راز د کلینیکونو د جوړولو او څاهانو دکینلو دپاره د اتو سوو زرو ډالرو منظوری ورکړه سوې ده .

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی ، د متحده ایالاتو مقامات دغه راز د کرزی له حکومت څخه هم غواړی چی هغی سیمی ته افراد واستوی او په خدماتو کی مرسته وکړی او غواړیپه دغو عملیاتو کی دا معلومه کړي چید کابل حکومتله هغاو فرصتونو څخه چینویو پوځي قواوو ورته برابر کړي دي څومره گټه اخلی. د خارجه وزارت استازي ویسټن وویلپه مارجه کی بهدا معلومه سي چی مرکزي حکومتپه دغه راز ناکرارو سیمو کی د خدماتواو ادارې د ټینگولو لپاره څومره توان لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼهد شنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چیپه دې کی هیڅ څوک شک نه لری چی په راتلونکو څو ورځو جگړو کی بهد مارجې اولسوالي له طالبانو څخه پاکه سی. او له دغه ځایه څخه ریښتونې آزمېینه پیل کېږی.

ورځپاڼه لیکی په تېرو اتو کالو جگړو کی چی یوه سیمه له طالبانو څخه پاکه سوې ده نوڅه وخت وروسته هغوی بیرته هغې سیمی ته ورغلي دي خو د متحده ایالاتو مقامات واییچی دا ځل عملیات به له مخکنیو عملیاتوسره توپیر لوری. داځل به حکومت او د پولیسو قواوی هغی سیمی ته ورځیاو د امرکیا او برټانیې قواوی به هلته پاتېږی اوحمایه کوي به یېجنرال سټېنی مک کریسټل وویل موږ د هغی سیمی دپاره تیار حکومتپه بغل کی راسره اخیستی دی اوهغهد اجرااتو کولو لپاره تیار دی.

ورځپاڼه لیکی چی دا ځل به د امریکایی قواووزیاتره توجه د طالبانو وژلو ته نه بلکه د ملکیانودژغورلو او په هغه سیممه کی د حکومتی ادارې ټینگولو ته وی.برید جنرال لېری نیکلسنوویل خلک زموږ دښمنان نه دي. خلکزموږملگري دي او موږ د هغوی لپاره هغی سیمی ته ورځو. د امریکا قواوی غواړی چی د مارجېد اولسوالی په جنگونو کیتر ممکني اندازې لږ تلفات ورسېږی. دوی وایی موږ نه غواړو چی د عراق د فالوجه د ښار د کال ٢٠٠۴جنگونه بیا تکرار سی. د فالوجهښار ، چی د سل هاو یاغیانو په کنټرول کی وو، زیاتره تباه سو. امریکایانو ډېر زیات گیریلایان ووژل، مگر دوی دوستان پیدا نه کړل. جنرال مک کریسټل په دغه هفته کی پهیوه مرکه کی وویلموږ د فالوجه پر طرز عملیات نه کوو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی د افغان او امریکایی قوماندانانولویه اندېښنه دا ده چی که په دغو عملیاتو کی ډېر زیات ملکیان تلف سی نو بیا بهد افغانستان حکومت اوجمهوریس کرزی، چی کله کله له دغه امله زیات په غوسه وي، د هغوی ملاتړ ونه کړی.

ورځپاڼه واییدغه عملیات باید یو وخت ختم سی. خو دا ځل د لومړي ځل لپاره ناټو او د افغانستان مقاماتوډېر زیات مامورین ورسره ملگري کړی دياو د مارجې دپاره یې اولسوال ټاکلی دی او کله چی ډزی بندي سي نودهغی سیمی دپاره یې نولس سوه تنه پولیس تیار سی کړی دي.

جنرال مک کریسټلوایی موږ غواړو د طالبانو له زړونو څخه د بري هر ډول امید وباسو. دا به د سیاسی حل لپاره چی دی وایید جنگ دختمېدلو یوازینی لاره ده، یو اساسی مرکز وي.

ورځپاڼه لیکی چیدا خطر موجود دی چی طالبان به له دغی سیمی څخه بل ځای ته ولاړ سي او هلته بهپه ورانکاریو بنا وکړی. خو د ناټو اودهغه د ملگرو هیوادونو قواوي دونه کولای سی چی مارجه له طالبانو څخه ورته پاکه کړي نور نو د افغانستان په حکومت اړه لری.

ورځپاڼه وایید افغانستان پوځ او پولیس چی هر ځای ته تللي دي نو رپوت او فساد ته یې لاس اچولی دی او د کرزي حکومتپه اداری فساد کی ډوب دی.د امریکا یوه عالی رتبه مقامپه کابل کی وویلدده سره لویه اندېښنهنه طالبان دياو نهحتی د مارجې د اولسوالید عملیاتو ناکامي ده .زما اندېښنهاو وېره دا ده چید افغانتسان حکومت او خلک به پای کیپر خپلو پښو ونه درېږی او خپله اداره به ټینگه نه کړی . په هغه صورت کیبه نو د ډېر وخت لپاره دا معلومه نه سی چید مارجېپه جنگونو کی بری د چا په برخه سو.

XS
SM
MD
LG