د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د دوبئ د کرکټ لوبو فاینل هم وگټه


(عکس: ICC) نن په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې کوربه هیواد ته له ماتې ورکولو وروسته د کرکټ د ٢٠ اورونو نړیوال کپ سیالیو ته ورسید.

د آی سي سي د شلو اورونو دغه سیالۍ په دوبۍ کې تر سره شوې. د سیالیو په پای لوبه (فاینل) کې افغانستان ایرلنډ ته هم ماتې ورکړه.

د افغانستان او متحده عربی اماراتو تر منځ په مهمه لوبه کې، افغانستان لوبډلې په شلو اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې 101 منډې جوړې کړې.

وروسته بیا د عربی متحده اماراتو خپل لوبه پیل کړه. هغوي پدې ونه توانیدل چې د افغانستان هدف ورته پوره کړي. عربي متحده عماراتو د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره 100 منډې جوړې کړې او د افغانستان د لوبډلې نه دوه منډې شاته پاتې شول.

د افغانستان په لوبډلې کې محمد نبي تر ټولو ښه لوبه وکړه او د عربي متحده اماراتو د لوبډلې 3 لوبغاړي یې وسوځول او یوازې 17 منډې یې ورکړې وې.

په بیټ وهونکو کې بیا نورعلي تر ټولو ښه لوبه کړې وه او 38 منډې یې جوړې کړې وې.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د کرکټ د شلو اورنو هغو نړیوالو سیالیو ته لار پیدا کړه چې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې به په ویسټ انډیز کې وشي.

د شنبې په سهار د لومړۍ لوبې د ګټلو نه وروسته، د افغانستان لوبډلې د فاینل په لوبه کې له آیرلنډ سره مخامخ شوه.

پچه د آیرلنډ لوبډلې وګټله او د لومړي بیټنګ کولو پریکړه یې وکړه. د آیرلنډ لوبډلې په لومړي سر کې ښه لوبه وکړه خو وروسته بیا یو څه کمزروي شول.

آیرلنډ د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره 142 منډې جوړې کړې او داسې یې انګیرله چې ګواکې افغانستان به پدې ونه توانیږي چې د هغوي هدف ورته پوره کاندي. خو د افغانستان لوبډلې هم ورته پوره چمتوالی نیولی ؤ.

لوبه کریم صادق او نور علي پیل کړه. صادق د آیرلنډ د لوبډلې ټولې هیلې د خاورو سره خاورې کړې او ټول بالران یې ورته ستړي کړل خو پخپله هم د 34 چټکو منډو جوړولو نه وروسته وسوځید.

وروسته چې نوروز منګل او محمد شهزاد د لوبې ډګر ته راودانګل، او د لوبې تر پایه ونه سوځیدل. نوروز منګل 21 او محمد شهزاد پوره 65 منډې جوړې کړې.

د شهزاد پر مټ د افغانستان لوبډلې د سیالې لوبډلې هدف ورته د لوبې په اوولسم اور کې پوره کړ.

افغانستان اوس کولی شي چې د شلو اورونو په هغو نړیوالو لوبو کې برخه واخلي چې د روان میلادي کال د مې په میاشت کې به په ویسټ انډیز کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG