د افغانستان په جنوب کی د طالبانو په قوی مرچلو باندی د ناتو د پنځلس زره قواوو عملیات نن هم دوام درلود.
دغه غټ پوځی عملیات د هلمند ولایت د مرجی په زراعتی ولسوالی باندی پیل شوی دی.
امریکایی چارواکی وایی چی په افغانستان کی د امریکایی قواوو قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل به نن د دی پوځی عملیاتو په اړه جمهور ریس براک اوباما ته راپور ورکړی.امریکایی هیلوکوپټرو او زغرورو وسایطؤ پرون د مرجی په ولسوالی باندی عملیات پیل کړل.
ویل کیږی چی په دی سیمه کی د زرو تنو په شاوخوا کی یاغیان موجود دی. امریکایی قواووی وایی که څه هم پرون د هغوی سره ځای ځای جگړه شوی خو د کالبانو مقاومت ډیر قوی ؤ.
هغوی زیاتوی چی په کراره کراره په پوره دقت د سړک د غاړی بمونو خنثی کوی تر څو پوځونه یی مخ په وړاندی ولاړ شی.
دغه پوځی عملیات چی مشترک عملیات نومول شوی دی د ٢٠٠١ کال راهیسی چی طالبان د قدرت نه راوپرځول شول تر ټولو غټ عملیات دی.
د افغانستان پوځ وایی چی د جگړی په اوایلو کی ٢٠ یاغی طالبان ووژل شول.
ناتو ویلی چی یو امریکایی او یو د ناتو عسکر وژل شوی دی.
دغه عملیات د افغانستان ، برتانیی او امریکا مشترک عملیات دی او هدف یی دا دی چی طالبان په دی سیمه کی چی دهغوی غټ مرکز دی ختم کړی .
ملگرو ملتونو پرون خبر ورکړی چی د دی عملیاتو په وجه به د سیمی نه زیات اوسیدونکی ونه وځی.
دغه عملیات له هغه وروسته چی جمهور ریس اوباماد ډسمبر په میاشت کی افغانستان ته د نورو دیرش زره عسکرو د لیږلو امر ورکړی و، لومړنی عملیات دی.