د لاس رسي وړ اتصالات

داېتلاف قواوی  د مارجی په تهاجمی برېد کې پر مخ روانی دی


دامرېکا په مشرۍ باندی قواوی په افغانستان کې نن ددوشنبی په ورځ هم دېوې ستر ې تعرضی حملی په ترڅ کې دهېلمند ولاېت دمارجه په اولسوالی کې پر مخ روانی دی چې داځای له طالبانو نه پاک کاندی چې دهغوی ېو پوخ مورچل گڼل کېږی.

رپوټ واېې چې تقرېبا ( ١٥٠٠٠) زر امرېکا ېې ، برتانوی او افغانی عسکر په دغو عملېاتو کې چې دمارجه په ښار متمرکز دی، گډون لری.رپوټ واېې له کوم وخت راهېسی چې په ٢٠٠١ مېلادی کې دا جگړه شروع شوېده له هغه وخت راهېسی تراوسه پوری داستر مشترک عملېات دی.

هغه هڅی چې ددې سېمی د خلکو د زړونو دلاسته راوړلو او ملاتړ لپاره کېېږی هغو، د ېکشنبی په ورځ سخت زېان ولېد ځکه چې د ااېتلاف قواو د دوه راکټونو ډزې وکړلی؛ راکټونو خپل هدف ونه وېشت خو١٢افغان ملکېان ېی ووژل.دناټو قواو ددغه برېد مسوولېت په غاړه اخېستی دی. دامرېکا جگپوړه قوماندان جنرال ستانلی مکرېستل د افغانستان جمهوررئېس ته د معذرت غوښتنی پېغام لېږلی دی خو جمهوررئېس حامد کرزی امر کړېدی چې ددی پېښی تحقېقات دی وشی..

رپوټ واېې چې جنرال مکرېستل دا امر هم کړېدی چې دهغه راکټ نظام د ی ونه کارول شی چې دغه ډزی ترېنه شوېدی.افغان چارواکی واېې چې لږ تر لږه ٢٧ېاغېان په دغو ډزو کې وژل شوېدی. په داسی حا ل کې چې ېوازې ېو برتانوی اوېو امرېکا ېې عسکر د شنبی په ورځ وژل شوېدی. د شنبی ورځ د فبروری دېارلسمه ددغی تهاجمی عملېاتو اوله ورځ وه

XS
SM
MD
LG