د لاس رسي وړ اتصالات

د هالینډ ایتلافي حکومت د افغانستان د نظامي ماموریت په خاطر ړنګ شو


د هالینډ صدراعظم وايي چې د ده ایتلافي حکومت نن د شنبې په ورځ په داسي حال کې سقوط وکړ چې دوه لوی ګوندونه په دې باب موافقی ته ونه رسیدل چې په همدې روان کال کې دي د افغانستان نه خپل عسکر راوباسي.

صدراعظم ( یان دیتر باکي نیدي) نن سهار خبریالانو ته وویل چې دده په ایتلاف کې دوهم لوی ګوند د حکومت نه ځکه ووت چې په افغانستان کې د هالینډ د اردو د ماموریت د دوام په باب داسي مخالفتونه درلودل چې د خبرو اترو له لارې یې حل نه کړای شول.

هغوی په ( هاګ) کې ۱۵ ساعته خبرې وکړې. د ښاغلي ( باکي نیدي) د مسیحي دیموکراتانو د ښي لاس مرکزي ګوند چې په ایتلافي حکومت کې لوی ګوند دی پېشنهاد یې وکړ چې د ۲۰۱۰ کال نه وروسته دي هم په کم شمیر هالېنډي عسکر په افغانستان کې خپلې وظېفې ته دوام ورکړي.

مګر د صدراعظم د مرستیال ( ووټر باس) د کارګر ګوند نه غواړي چې په افغانستان کې دي د هالینډ د عسکرو ماموریت د وروستۍ مهلت سره سم چې سږ کال یعنی ۲۰۱۰ کال ورته ټاکل شوی، ختم سي.

د ( باکي نیدي) ایتلافي حکومت درې کاله مخکي جوړ شوی دی. ناټو مخکي د هالینډ د حکومت نه غوښتي وو چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاته کیدو موده دي نوره هم پسي اوږده کړي.

د ناټو یوه نطاق د هالینډ د حکومت د سقوط په باب د تبصرې کولو نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG