د لاس رسي وړ اتصالات

د چلی زلزله او سیمې ته د کلینټن سفر


دامریکا خارجه وزیره هیلری کلنټن، د سه شنبی په ورځ په چیلی کی زلزله ځپلی سیمی ته رسیدلی ده او د دچیلی جمهوری ریئیسی میشل باشیلیټ له هیلری کلنټن سره په هوایی میدان کی هرکلی ووایه او وروسته یی بیا ورسره ملاقات وکړ.

رپوټ وایی چی هیلری کلنټن د لاتین امریکی د شپږو هیواودونو په سفر تللی وه. خارجه وزیر ی هیلری کلنټن د بیړنیو حآلاتو د مخابری وسایل په سانتیا گو کی د چیلی حکومت ته ه د چیلی له جمهوررئیسی میشل باشیلیټ سره دملاقات په وخت کی ورکړل.

دامریکا د مرستو نور تفصیلات به دهیلری کلنټن په هغه ملاقات کی وڅیړل شی چی میرمن کلنټن یی د چیلی د نوي منتخب جمهوررئیس سباستیان پنیرا سره ولری. رپوټ وایی چی د چیلی نوی منتخب جمهوررئیس به په راتلونکی اونۍ کی په خپله وظیفه باندی شروع وکړی.

رپوټ وایی چی دامریکا خارجه وزیر ی هیلری کلنټن په بونیس ایریس کی دارجنتاین له جمهورریسی کریستینا فرننډیز ډی کریچنر سره ددوشنبی په ورځ ملاقات وکړ. میرمن فرننډیز له هیلری کلنټن نه وغوښتل چی ددی دهیواد په شخړه کی چی له برتانیی سره یی د فاکلنډ د جزایرو په سر لری مستقیما مداخله وکړی.

دارجنتاین مشری وویل چی امریکا ددی دهیواد او برتانیی ترمنځ په دی خاطر منځگړتوب کولی شی چی له دواړو هیوادونو سره دوستانه اړیکی لری.

میرمن کلنټن وویل چی واشنگټن به دواړه هیوادونه دیته وهڅوی چی ددیپلوماسی له لاری نه دا مسله حل کاندی خو ددی ذمه به په غاړه وانخلی چی په دی مسله کی به زیاته مداخله وکړی.

په چیلی کی له زلزلی نه وروسته لوټ او تالان روان دی

د چیلی په دویم ستر ښا ر کانسیپسیون کی چارواکیو په گرځیدو راگرځیدو باندی دبندیز وخت اوساحه زیاته کړیده چی د شنبی دورځی د وژونکی زلزلی له امله د خلکو د لوټ او تالان مخه ونیسی.

جمهوری رئیسی میشل وویل چی بی قانونی، لوټ اوتالان به ترکنترول لاندی راوستل شی. هغی وویل چی موږ به بی قانونی تحمل نکړو.

څرنگه چی د کانسیپسیون ښار په زلزله کی سخت تاوانی شویدی نو له همدی امله په کی غیرقانونی کارونه زیات شویدی. د بندیز ساعتونه له د دوشنبی په ورځ د شپی له اتو بجونه دسه شنبی تر ماسپیښین پوری وغزول شول.

د چیلی په دویم ستر ښار کانسیپسیون کی ددوشنبی دورځی له ناوخته نه لوټ اوتالان روان و او د سه شنبی ترورځی پوری یی دسهار تر وخته دوام وکړ. د کانسیپسیون لاچاره اوسیدونکی په خوراکی موادو او اوبو پسی لټه کوی په دی ترڅ کی څو تجارتی ځایونه او مغازی سوځول شویدی.

رپوټ وایی چی کانسیپسیون د زلزلی مرکز ته نیژدی و. دغه زلزله د قوت په لحاظ اته اعشاریه اته سنجول شویده.

او تراوسه پوری یی له ٧٢٠ زیات کسان وژلی دی. تقریبا د چیلی د هیواد ډیری برخی یی تخریب کړیدی. اټکل کیږی چی د مړیو شمیر به نور هم زیات شی.

د چیلی جمهوری رئیسی میشل باشیلیټ زلزله ځپلو سیمو ته د امنیت د ټینگولو لپاره لس زره عسکر لیږلی دی. هغی اعلان وکړ چی دخوراکی موادو مغازی به خواړه په وړیاډ ول توزیع کاندی. حکومت وعده کړیده چی خلکو ته خوراکی مواد، صحی اوبه او داستوگنی شرایط برابرکاندی ځکه په زرگنو خلک دسړکونو پر ژوندکوی.

XS
SM
MD
LG