د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د آمریکا حکومت ته خبرداری ورکړیْ


ترکیې د جمهور ریْس بارک اوباما حکومت ته خبرداری وکړی چې که د هغې فیصلې مخه ونه نیسي چې کانګرس کار پر کوي او وايي د لومړۍ نړېوالې جګړې پروخت د عثماني ترکانو له خوا د ارمنیانو وژل ، قتل عام و، نو دا به دواړو ملکونو ترمینځ پر ډیپلوماتیکي روابط باندی ناوړه اغیزه وکړي.

ترکیې وروسته له هغه چې د آمریکا کانګرس یاده شوې فېصله تصویب کړه، په دغه ملک کې یې د آمریکا سفیر احضار کړ.

نن د جمعې په ورځ د ترکیې د باندنیو چارو وزیر ( احمد دیواتګلو) وویل چې د آمریکا حکومت په کافي اندازه هڅه ونکړه چې د دغه ملک د ولسي جرګې د خارجه روابطو د کمیټې له خوا د یادی شوې فیصلې د تصویبیدو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه چې د آمریکا د حکومت څخه تمه لري چې ددغې فیصلې مخه به ونیسي ترڅو په ټول کانګرس کې پرې عمومي رای ګیري ونسي.

په عین حال کې د ترکیې د باندنیو چارو وزیر وویل چې ملک یې دې ته متعهد دی چې د ارمنستان سره اړیکې عادي کړي، که څه هم چی ترکیې په دغه موضوع کې د بهرني فشار سره مخالفت درلود.

ترکیې ویلي دي چې د امریکا د کانګرس له خوا دغه فیصله ترکیه په یوه داسي جنایت متهموي چې ترکیې بیخي کړی نه دی.

چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه اقدام کولای شي د آمریکا او ترکیې ترمینځ اړیکو ته تاوان پېښ کړي.

XS
SM
MD
LG