د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکریستل: د شپې دخوا دي تلاشي نه کېږي


د ناتو په یوه نوې پالیسي کی ویل سوي دي چی په افغانستان کی د امریکا او دناتو قواوي یوازي هغه وخت د شپې له خوا د خلکو کورونه تلاشي کولای سی چی افغان عسکر په کی حاضر وی.

په افغانستان کی د ناتو د قواو قوماندان امریکایي جنرال ( سټینلي میک کرسټل) په دې هفته کی یو فرمان صادر کړ او په هغه کی یې دغه نوي مقررات توضیح کړي دي.

جنرال میک کریسټل وویل چی د شپې له خوا تلاشي کول د طالبانو په مقابل کی مؤثر دي، مگر باید په ډیر احتیاط ترسره سی چی د افغانانو هغه قهر آرام کړی چی له دې کبله ورته پیدا سوی دی.

دغه فرمان وایی چی عسکر باید د امکان تر حده د شپې له خوا د خلکو د کورونو تلاشي ونه کړی. او که دوی مجبور سی چی د شپې په تیاره کی د خلکو په کورونو ننوځي نو ددوی سره باید چی افغان عسکر موجود وي او ددې تلاشي د پاره مخکی لا د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی.

د شپې له خوا د خلکو د کورونوپه تلاشیو کی ملکي افغانان وژل سوي او په افغانانو کی یې زیاتي اندیښنې راپیدا کړی دي.

XS
SM
MD
LG