د لاس رسي وړ اتصالات

خالد شیخ محمد ښايي په نظامي محکمه کې محاکمه شي


د جمهور ریْس اوباما د حکومت چارواکي وايي چې د سپېنې ماڼۍ سلاکاران دې ته نېږدې شوي چې جمهور ریْس ته دا پېشنهاد و کړي چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو طراح او د هغه څلور ملګري دي په نظامي محکمه کې محاکمه شي.

دغه پېشنهاد به د هغه څه برعکس وي چې د آمریکا لوی څارنوال ایریک هولدر تیر کال اعلان کړ چې د ستپمبر د یوولسمې نېټې د حملو طراح ( خالد شیخ محمد ) او څلور تنه ملګري به یې په نیویارک کې په هغه ملکي محکمې کې محاکمه شي چې په تروریستي حملو کې ورانو شویو ودانیو ته نېږدې موقعیت لري.

د نیویارک د ښار مامورینو لومړۍ ددغه پریکړې ملاتړ وکړ خو وروسته یې بیا د امنیتي او مالي ملحوظاتو پر بنا د یادشوي پرېکړې سره خپل مخالفت څرګند کړ. ځکه د دغو چارواکو له قوله د دې محاکمې په خاطر به په منهانتن کې په عادي فعالیتونو کې خنډ راشي.

XS
SM
MD
LG