د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر په کندهار کې دی


(عکس: AP) د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس د افغانستان جنوب ته د امریکایي او برتانوي جنرالانو سره د خبرو لپاره تللی و. هغه د سه شنبې په ورځ له کابل څخه د کندهار ولایت ته لاړ او د وروستیو انکشافاتو په اړه یې خوشبیني څرگنده کړه. خو زیاته یې کړه چې لا سختې ورځې په مخ کې دي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس د دوشنبې په ورځ په کابل کې د زیاتې خوشبینۍ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې سختې شپې ورځې پرمخ کې دي.

رابرت گیټس چې د جمهور رئیس اوباما له لورې د نورو دیرش زرو اضافي ځواکونو د لیږدولو له امر وروسته افغانستان ته د لومړي ځل لپاره تللی، وویل د ناتو ځواکونو په دې وروستیو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي خو زیاته یې کړه چې لا زیات کارونه پرمخ کې دي.

"نورې جگړې لا پرمخ کې دي. او مطمینا چې زیاتې نورې سختې ورځې به پرمخ کې وي. خو د راتلونکې په هیله په داسې حال کې د خوشبینۍ لپاره زمینه شته چې زمونږ هیوادونه هغه څه تعقیبوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره جمهور رئیس حامد کرزی یې افغاني نوښت بولي. دا زمونږ گډ هدف دی او په گډ کار سره مونږ بریالیتوب ترلاسه کولای شو".

په دې ترڅ کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د دفاع د وزیر رابرت گیټز سره یوځای په گډ خبري کنفرانس کې په هلمند ولایت کې د افغان او ائیتلافي ځواکونو د وروستنیو عملیاتو په هکله وویل:

"مونږ د مارجې د وضعې په اړه خبرې وکړې. زه او جنرال مکریسټل هلته ورغلي وو. زه له هغه سره د خلکو د اندیښنو، ضرورتونو او غوښتنو په اړه وغږیدم.

ما ورسره ټول هغه واقعیتونه شریک کړل چې د کلي خلکو راته ویلي وو".

رابرت گیټس وایي چې په افغانستان کې د سولې په مقصد د جمهور رئیس حامد کرزي د سولې د جرگې د جوړولو پلوي کوي تر څو د طالبانو سره د پخلاینې هڅې وڅیړل شي. د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې په دې اړه وویل:

"اوږد مهاله بریالیتوبونه به په دې پورې مربوط وي چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته په څومره موثریت د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووایي او د هغوی پلوي راجلب کړي".

رابرت گیټس هیواد ته د یو شمیر طالبانو د بیرته راتلو په اړه خوښي څرگنده کړه خو په دې اړه یې شک وښود چې د طالبانو لوړپوړي مشران دې سولې ته غاړه کیږدي. د هغه په اند، تر هغه چې هغوی د جگړې د گټلو فکر کوي، ښایي سولې ته به حاضر نه شي.

XS
SM
MD
LG