د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: جگړو په افغانستان کې حکومتداري اغیزمنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تیر کال په افغانستان کې د طالبانو په زیاتو شویو حملو کې ډیر زیان عامو افغانانو ته اوښتی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو پخپل کلني رپوټ کې وایي چې وسله والې جګړې د افغانستان د ټولې خاورې درېمې برخې ته غزیدلې دي او له همدې وجې د افغانستان د حکومت نه توانیږي چې په اغیزمنه توګه حکومت داري وکړي.

رپوټ وایي چې د اګست د میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې 5 میلیونه افغانانو برخه اخیستې وه، خو په انتخاباتو کې درغلي، د ښځو د برخې اخیستنې نامناسب شرایط او د طالبانو هڅې چې غوښتل یې انتخابات ګډوډ کړي هغه څه دي چې دغه انتخابات یې یو څه کمرنګه کړل.

د بهرنیو چارو وزارت وړاندې وایي چې په پاکستان کې هم د بشري حقوقو په وړاندې ستونزې د پام وړ دي. رپوټ وایي چې د محکمو نه پرته خلکو ته سزا ورکول، ربړه او د خلکو تري تم کیدل په پاکستان کې عمده ستونزې دي.

رپوټ زیاتوي داسې تورونه هم شته دي چې وایي په پاکستان کې یاغیان ویره او ډار خپروي او د غچ اخیستو لپاره وژنې کوي تر څو په همدې سره محلي چارواکي او عام ولس وبیروي.

رپوټ وایي چې د پاکستان په قبایلي سیمو او صوبه سرحد کې د یاغیانو په حملې کې 8 سوه عام خلک وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG