د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیل وال: ځینې کسان مالیه نه ورکوي


د افغانستان دماليې وزارت يوشمېر بهرنۍ اوداخلي عايداتي سرچينې دماليې په نه ورکولو ګرمې کړې چې ددغه وزارت په وينا غيرګمرکي عوايدوکچه يې هم راټيټه کړې ده.

د ماليې وزير عمر زاخيل وال دغه خبره په جلال اباد کې د ريفورم، د بډو پر ضد دمبارزې او د خدمتونو د ښه والي په اړه د يو کنفرانس په ترڅ کې و کړه.

په دغه کنفرانس کې پر هغو ستونزو او مسايلو چې سوداګر ورسره لاس و ګریوان دي هم بحثونه وشول.

په کنفرانس کې پر دولتي چارواکيو سربېره په لسګونو ملي سوداګرو هم برخه اخستې وه.

دافغانستان دماليې وزير ډاکتر زاخيل وال ترهرڅه وړاندې داپه ډاګه کړه چې دوي يوهدف دادى چې ددغه کنفرانس له لارې دسوداګرونظرونه ،انتقادونه اوپشنهادونه واوري.

ده وويل دوي غواړي چې دملي سوداګرو په نظرونو اوانتقادونو سره خپله اداره نوراصلاحات هم راولي.

زاخیل وال يوشمېر هغه بهرنۍ اوداخلي عيداتي منابع چې دعوايدوکچې په زياتولو کې ارزښمنه ونډه لري په منظم اسم شکل دماليې په نه ورکولو ګرمې کړې.

زاخیل وال خوښي څرګنده کړه چې دوي پر دې توانېدلي چې دعوايدو کچه له ٨٠٠ميلونوډالروڅخه ١٣٠٠ميلونو ډالروته لوړه کړي.

ده په دې برخه کې ننګرهار ګمرک چارې اودعوايدوپه لوړولوکې هڅې دستاينې وړوبللې اويې ويل له دغو عوايدوڅخه ١٠مليارده فغانۍ يوازې دننګرهار ګمرک برابرې کړې دي چې دوي له ٤،٣٠مليارده افغانيو له ټاکلي اندازې څخه هم دغه عوايدڅوبرابره زيات کړل.

ډاکتر زاخیل وال د سواداګرو هغې ستونزې دحل خبره هم وکړه چې په وينا يې دخوراکي موادو لابرتوار به برخه کې يې لرله.

ده وويل : د ننګرهار ګمرک ته وظيفه ورکړې چې اوس مهال دخوراکې موادودکنترول اوکتنې لپاره يولابرتوارله مربوطه ادارو سره په ګډه جوړ کړي چې دسوداګرو دغه ستونزه پخپله په سيمه کې حل شي.

زاخیل وال داهم وويل دوي په ادارو کې په فساد کې ښکېل کسان له ادارولرې کړي ده له سوداګروغوښتنه وکړه چې له ده سره دادارې په اصلاح او بډو په مخنيوي کې هڅې وکړي.

د سوادګروپه استازيتوب دالکوزي شرکت مشر ملي سوداګر خانجان الکوزي په ننګرهار کې دنورو ولايتو په پرتله ستونزې کمې وبللې خودعوايدو دکچې دزياتولو پرځاى يې ديوې پاليسۍ دجوړولو پېشنهاد وکړ.

هغه وويل سوداګري يوازې دعوايدو کچې لوړول نه بلکې ديوې ښې تجارتي پاېسۍ رامنځته کول دي چې اوس مهال يې دوي نه لري.

الکوزي دماليې پروزارت غږ وکړچې که دتجارت ساحه پراخه نه شي اوپه سرحداتوکې دهغو سوداګروپر وړاندې راولاړې شوې ستونزې حل نه شي نو اندېښنه يې وښوده چې په زرګونه هغه سواداګر چې په خپلو سيمو کې په سوداګرۍ بوخت دي بې کاره شي.

ټاکل شوې چې په دغې غونډه کې به دااودې ته ورته ستونزوته دحل راويستو پرلار بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG