د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي افسر: ایران د طالبانو او حزب اسلامي مرسته کوي


په افغانستان کی د برتانوي قواوو پخوانی قوماندانډگروال ریچرډ کمپ وایی چی ایران نه یوازی د طالبانو سره مرسته کوی .بلکی د حزب اسلامی حکمتیار ډلی او پهغیر مستقیم ډول د القاعده د شبکی سره د نړیوالو قواو په ضد افغانستان او عراق کی مرسته کوی.

ډگروال ریچرډ کمپ دا خبری د دوشنبی په ورځ په واشنگټن ډی سی کې د امریکا او د اسرایلو د اړیکو په موضوع یوې غونډې ته د وینا په وخت کړیدي.

ډگروال ریچرډ کمپ په کال ٢٠٠٣ کی پهافغانستان کی د برتانوی قواو قومانده په غاړه درلوده او دی د افراطی بغاوتونو په ریښو باندی یو ماهر گڼل کیږی.

ده په واشنگټن کی د اسرایل او امریکا د اړیکو په موضوع د خبرو په وخت وویل چی: امریکابرتانیه او اسرایل مختلفو دښمنان لری. خو که په غور سره ورته وگورو نو په غزه کی حماس ، په لبنان کی حزب الله، په عراق کی جیش محمد او په افغانستان کی القایده او طالبان د یو بل سره په فکر توگه تړلی دی. او ایران د دوی ترمنځ د رابطو یوه مهمه لار ده.ده وویل چی دوی یو بل سره د په مختلفو لارو او وسیلو تماسونه ساتی او د یو بل سره د اطلاعاتو او معلوماتو تبادله هم کوی .او یو بل سره ځانی او مالی مرستی هم کوی.

دغه برتانوی منصبدار وویل چید حماس نه واخله د طالبانو پوری ټول د یو بل سره د یو مزی د لاری تړلی او هغه مزئ ایران دی. او ایران دوی ته لاری اسانوی او که وکړی شی نو لاری هم ورته ښایی .

افغانستان کی د ناټو پخوانی جنرال ریچرډ کمپ په دی ټینگار وکړو چی اوس هم طالبان د ایران نه مرستی اخلی او دا د مختلفو منابعو نه ثابته شویده.

هغه وویل: "طالبانو مشرانو هم په دی وروستو ورځو کی منلی چی دوی ته د ایران نه مرستی رسیږی.او جنرال ډیوډ پیټرس هم دا خبره یاده کړی .او بله خبره د افغانستان د دویم مهم مقاومتی ډلی ده. چی حزب اسلامی دی اودوی د ایران سره په پوله باندی مرکزونه لری".

ډگروال رچړد پیټرس په افغانستان کی د طالبانو لخوا د عام ولس نه د سپر د کار اخیستو یادونه هم وکړه ووی ویل.

"په افغانستان کی برتانیه او امریکا د هم دی مشکل سره مخ دی.طالبان څوارلس کلنو ماشومانو ته بمونه ورکوی چی مونږ باندی وار کړی ځکه چی په دی پوهیږی چی موږ په ماشومانو باندی گزار نه کوو. ده وویلچی طالبانو په خپله یوه ویب پانه کی هم ویلی چی دویښځو او ماشومانو نه کار اخلی ترڅو نړیوالی قواوی د ځان نه واړوی".

ډگروال ریچرډ کمپ په افغانستان کی د ملکی تلفاتو د کمولو په باب د نړیوالو قواو پالیسی تشریح کړهاو وی ویل چی موږ په افغانستان کی د خپلو عسکرو ژوند په خطر کی اچوو تر څو د ملکی کسانوژوند خوندی کړو.

دی وایی چی افغانستان کی د ناټو د قواو قوماندان جنرال سټینلی میکرسټل هم په دی عقیده دی چی افغانستان کید خلکو د زړونو او زهنونو گټلو دپاره باید موږد خلکو د سر تضمین وکړو او په دی طریقه کولی شو چی زموږ او د انسانیتاو امنیت د دښمنانو ترمنځ فرق معلوم شی.

XS
SM
MD
LG