د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز: د جگړو له امله خلکو کلي کورونه پریښي


د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د قریه قصاب په سیمه کې د مسلحوطالبانو او د دولت د ملاتړو قومي خلکو تر مینځ په جګړه کې څلور تنه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د والي ویاند محبوب الله سیدي وایي چې دغه جګړه د هغو کسانو پر امنیتي پوسته وشوه چې د علي اباد ولسوالۍ او چاردرې تر مینځ د پله د جوړیدو له کارونو څخه ساتنه کوي.

هغه وایې چې د قوماندان امان او د طالبانو تر مینځ په جګړه کې څلور تنه ‌طالبان وژل شوي او دهغوي شپږملګري ټپیان شوي دي.

قوماندان هغه څوک دی چې د دولت په ملاتړ یې وسله اخیستې او په سیمه کې د بیارغونې له پروژو څخه ساتنه کوي، د سیمې خلک وایي چې د قوماندان امان د طرفدارو او مسلحو طالبانو ترمینځ جګړې څوساعته دوام وکړ چې په نتیجه کې د دوه تنو طالبانو د وژل کیدو او د یوتن د ټپي کیدو اوازې خپرې شوي دي.

سیمه ایز خلک دا هم وایی چې په سیمه کې د جګړې له امله خلکو ګډې کړي، معاون عظیم د سیمې یو تن اوسیدونکې وایي چې د طالبانو او قوماندان امان ترمینځ په جګړه کې دوه تنه ماشومان ټپیان شوي چې یو تن یې د تداوۍ لپاره کابل ته لیږدول شوی دی.

هغه وایی چې د لویو توپونو د ډزو له امله یو کور تخریب شوی هم دی، او له سیمې څخه خلکو خپل ماشومان او کورنۍ ویستلی دي، هغه وایي چې دولت باید له دغو بې ځایه شو خلکو سره مرسته وکړی ځکه چې دغه خلک اوس هیڅ سرپناه نه لري،

معاون عظیم وایی چې دوي له طالبانو څخه هم غوښتنه کوي چې له بې ځایه جګړو څخه لاس واخلي ځکه چې په دې ورځو کې د طالبانو او دولت ترمینځ د روغې جوړې خبرې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دولت په یوه غونډه کې قومي مشرانو ته ویلي وو چې د سمې سپین ږیري دې له طالبانو سره خبرې وکړي چې له دولت څخه يې غوښتنې څه دي؟ او د یو بل مشروع غوښتنې به ومني او جګړه به پای ته ورسوي.

سلطان عزیز د سیمې یو بل اوسیدونکې وایی چې ددوې د سیمې د سالارزو د کلی، حاجی رحمت دکلي، حاجی شاه محمد د کلی خلک له کلیو وتلی دي او په نورو سیمو کې میشته شوي دي، له بله پلوه د کندوز د امام صیب په ولسوالۍ کې د مسلحو طالبانو او د یوتن هغه قوماندان ستار تر مینځ جګړه شوې چې څو ورځې وړاندې دولت ته تسلیم شوی و، قوماندان ستار پخوا تردې د طالبانو په طرفدارۍ له دولت سره جنګیده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانوویاند بولي وايي چې ددو طرفدارو د قوماندان ستار دوه تنه وسله وال وژولی او هغه یي ټپي کړی دی.

خو دسیمې خلک وایي چې د قوماندان ستار او طالبانو په جګړه کې یو تن وژل شوی.

دا جګړې په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې په کندوز کې یو شمیر قومي مشرانو د طالبانو او دولت ترمینځ د سولې خبرې پیل کړي دي.

دولتي چارواکي وايي چې که ددوي خبرو نتیجه ورنه کړه دوي به په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو پرخلاف پراخ عملیات پیل کړي.

XS
SM
MD
LG