د روسیی چارواکی وایی چی دوه زنانه ځان مرگو د مسکو په میټرو یانی دزمکی نه لاندی اورگاډی کی ٣٨ کسان وژلی دی.
رپوټ وایی هلته په میټرو ړکی ډیر گڼه گوڼه وی.
په همدغه چاودنه کی لږ تر لږه ٦٥ کسان زخمی شویدی. دغه چاودنی د سهار په وخت کی معمولا ډیر بهیروبار وی ددوشنبی په ورځ شویدی.
په اوله چاودنه کی چی د لوبیانکا په تم ځای کی وشوه لږ تر لږه ٢٥ کسان چی په اورگاډی او تم ځای کی ولاړ وو، ووژل شول.
دغه تم ځای د روسیی د فیدرالی امنیتی خدماتو داداری لاندی پروت دی. دغی اداری اوس د KGB ځای نیولی دی.
دویمه چاودنه تراولی ۴٠ دقیقی وروسته وشوه او له دغه تم ځای نه څلو رتم ځایه لیری د پارک کلچری په تم ځای کی وشوه او تقریبا لس دولس کسان پکی ووژل شول.
د فیدرالی امنیتی خدماتو رئیس الیگزاندر بورتینکوف له جمهوررئیس میډویډیوف سره په تلویزیونی مجلس کی وویل چی اولنی شواهد دا څرگندوی چی دا پیښه د شمالی قفقاز له تروریستانو سره تړاو لری. خو تراوسه پوری هیچا ددی پیښی مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.
روسیی دایتار تاس خبری اژانس رپوټ ورکوی چی په زخمیانو کی ٣٠ کسان د دوشنبی په ورځ ناوخته ، په ډیر خراب حالت کی وو.
دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دغه بریدونه، ظالمانه اعمال بللی او غندلی یی دی.
هغه وویل چی دامریکا خلک د روسیی له خلکو سره د متشدد افراطیت خلاف په یوه لیکه کی ولاړدی.
د جرمنی صدراعظمی انگیلا مرکیل دروسیی جمهوررئیس میډویډیوف ته دخواخوږۍ پیغام ور لیږلی دی. په داسی حال کی چی د فرانسی جمهوررئیس دغه اعمال د کرکی اونفرت وړ بللی دی.
تردی مخکی ځان مرگی بریدونه په روسیه کی د چیچن له بیلتون غوښتونکیو او د شمالی قفقاز نه استقلال غوښتونکیو سره تړل شوی وو.
په مسکو کی په ٢٠٠۴ کال کی هم تروریستی بم چونی وشوی. هغه وخت هم یوی ښځینه بم چوونکی د میټرو په تم ځای کی ځان په بم الوزولی و او لس کسان یی له ځان سره له میترو نه بهر وژلی وو.
د ٢٠٠۴ م کال په فبروری کی هم تقریبا ۴٠ کسان په میټرو کی دننه وژل شوی وو.