د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل اتوم پوه خوشې کړ


د پاکستان یو ی محکمی حکم کړیدی، چی د پاکستان سایسپوه عبدالقدیرخان چی په کور کی نظر بند و، د یو آزاد سړی په توگه ژوند کولی شی.

خو پرهغه باندی به دا بندیزونه وی چی کله دی چیرته ځی نو امنیتی ادارو ته به خبر ورکوی.

دلاهور ستر ی محکمی ددوشنبی په ورځ وویل چی عبدالقدیرخان تراوسه پوری دا اجازه نلری چی داټومی وسلو په باب خبری وکړی. که هغه له خپل کور نه بهر چیری ځی نو پکارده چی امنیتی اداروته خپل مهال ویش ورکړی.

رپوټ وایی چی دغه اټومی سایسپوه، عبدالقدیرخان دامنلی وه چی هغه په لیبیا، ایران، او شمالی کوریاباندی اټومی اسرار خرڅ کړي وو.

د پاکستان حکومت د سږکال په اولو شپوورځو کی یوه عریضه وړاندی کړله چی او په هغی کی یی دعبدالقدیرخان په سفر باندی د بندیز لگولو غوښتنه کړی وه.

په عریضه کی ویل شوی وو چی د عبدالقدیرخان ازادی دملی امنیت لپاره خطر گڼل کیږی.

عبدالقدیر خان پنځه کاله په کور کی په نظر بند کی تیرکړل.

خو د ٢٠٠٩ م کال د فبروری په میاشت کی د کور له نظر بندی نه خلاص شو. دامریکا حکومت وایی چی عبدالقدیرخان اوس هم د اټومی اسرارو د خپرولو په اړه ښه کلک خطر دی.

XS
SM
MD
LG