د لاس رسي وړ اتصالات

د کنړ د ښځو چارو رئیسه په اعدام محکومه شوه


د کنړ د ولایت دولتی چارواکې او یو شمیر اوسیدونکې ددغه ولایت په محکمه کې راټول شوی تر ځو دنوموړی ولایت د ښځو د چارو د ریسې محکمه له نږدی وګورو.

مرحبا کریمی چې اه ځو کالو را پديخوا دکنړ دښځو د چارو ریسه وه.اوس دی خپلی انږور د اختطاف او وژلو په جرم دقاضی په مخ کې ولاړ وه.

مدعی څارنوال وایي چې میرمن کریمي یو نیم کال مخکې خپله انږور بلقیس چې یوازی یي د زوی په نوم کړی وه او بلقیس چې دلسم ټولګې زده کونکې وه ښوونځی نه یي هم منع کړي وه.

احمد شعیب، څارنوال: یوه تن شاهد چې محکمی ته دمیرمن مرحبا کریمی لخوا دبلقیس نه اختطاف په باب معلومات ورکول ناځاپه بی هوښه شو او وروسته چې په هوښ راغي خپل بیان یي بدل کړ.

خو دکنړ دښځو دچارو ریسه دایي چې وژلوکې یي یوازی میړه لاس درلود.

مرحبا کریمي، متهمه : مرحبا زوی او دبلقیس میړه له پلار او مور سره دخپلی ښځی په وژلو کې دمرستی په تور متهم دی.

دعدلي طب او امنیتی اورګانونو ځیړنو ښودلی چی نوموړي ډیره موده شکنجه شوی.

خو دا چې ولی دا ځوانه میرمن ډیره موده شکنجه شوی تر اوسه نده معلومه.

خودښځو دچارو دریسې میړه غلام غوٍث وایي چې انږوریي دده دوهلو ټکولو لاندې مړه سوه.

خوموظف څارنوال ادعا کوي چې نښی او شواهد ښیي چې دوژلو په وخت کې غلام غوٍث په کور کې نه وو.

له دی سره چې مرحبا عدلی طب ته د جسد وړلو اجازه نه ورکوله چې معاینه شي خوبیا هم قاضی خپله فیصله واوروله.

مولوی محمد طاهر، مدافع وکیل : د کنړ ولایت دقضایي دستګاه وضعیت او دا چې ځومره په علنی توګه دقضاوت توان لری.

سیدعلم نیکوزی : د کنر د استیناف محکمی رییس : پ ه ټولیزه توګه دټول افغانستان ښځې او په څانګړی توګه په دغی محکمه کې حاظر سان باور لري که له ښځو سره د زور زیاتي کوونکو سره جدی او قانونی چلند ونه شې نو دیری ښځی به د بلقیس په شان برخلیک سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG