د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن او کابل اړیکې سموي


په دې وروستیو شپو ورځو کی د افغانستان جمهوریس حامد کرزي او د سپینی ماڼئ ترمنځ اړېکې ځکه خړې پړې سوې چې جمهوریس کرزي په تېرو انتخاباتو کې د غبن او ټگیو پړه پر لوېدیځو هیوادونو واچوله او سپینې ماڼۍ د هغه په مقابل کی سخت عکاس العمل وښود. خو اوس داسي ښکاري چې دواړه خواوي د اړېکو د بهترېدلو هڅې کوی. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼی په دې اړه یو رپوټ لیکلی او د نیویارک ټایمز ورځپاڼی هم یوه تبصره کړې ده او موږ د دواړو خلاصه درته وړاندی کوو.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي د جمعې د ورځی په گڼی کې لیکلي دي چې جمهوریس اوباما په دې هفته کې د افغانستان د جمهوریس حامد کرزي سره داړېکود بهترولو دپاره یو گام واخیست، هغه ته یې یو لیک واستاوه او په هغه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر نیژدې اړېکو باندې ټینگار وکړ او یو ځل بیا یې په راتلونکې میاشت کی واشنگټن ته د راتگ بلنه ورکړې ده .

دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکینبري ښاغلي کرزي ته تسلیم کړ او په هغه کې جمهوریس اوباما له جمهوریس کرزي څخه له د ې امله مننه کړې وه چی کابل ته یې په ډېر لنډ وخت کې د هغه د سفر ترتیبات ونیول او یو ځل بیا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دوستانه اړېکو او همکارۍ باندې ټینگار کړی وو.

د سپینی امنیتي سلاکار جېمز جونز دا رپوټونه رد کړل چی وایي کرزی په حال کی نه دی او یا نه غواړي او یا نه سی کولای چی په هیواد کی اداری فساد له منځه یوسی . ښاغلي جونز وویل چی کرزي کابل ته د جمهوریس اوباما د سفر څخه وروسته هغو ویناوو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړېکو ته تاوان نه دی رسولی چی ویل یې لوېدیځ هیوادونه د افغانستان په چارو کی مداخلې کوي او د دې خطر یې را پیدا کړی دی چی طالبان په یوه قانونی او مشروع قدرت بدل سي او دی پخپله هم له هغوی سره یو ځای سی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی د سپینی امنیتي سلاکار جېمزجونز خبریالانو ته وویل دا رپوټونه بې اساسه دي چی وایی جمهوریس اوباما کابل ته د خپل سفر په ترڅ کی پر جمهوریس کرزي باندی د اداری فساد په برخه کی ډېر سخت انتقادونه وکړل او له هغه سره یې د نصیحت په ژبه خبری وکړې . جونز وایی دواړو جمهوریس ریسانو یوه بل ته په ډېر احترام خبری وکړې ، ډېری دوستانه او په ضمن کی سپینی او مستقمی خبری یې سره وکړې.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی جونز وویل چی کرزي د لوېدیځ پر ضد ویناوو له لاری دا نه وغښتل چی د لوېدیځ سره اړېکی خراب کړي او اوس چی څه سوي دي هغه باید هېر کړو. ده وویل چی کرزی یو منتخب جمهوریس او زموږ انډیوال دی. هغه د کرزي وروستیو ویناوو ته د اشارې په ترڅ کی وویل چی په هغه سیمه کی وضع داسی ده چی کرزی کله کله داسی ویناوو ته مجبوروي چی کېدلای سی غلطی تعبیر سی.

د بلی خوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼی د شنبې د ورځی په گڼی کی لیکلي دي چی د اوباما د حکومت مقامات اوس په خصوصی توگه دا منی چی د جمهوریس کرزي سره د سخت سلوک کول ښایی یوه لویه غلطی وه.

ورځپاڼه وایی د جمهوریس کرزي په مقابل کی د جمهوریس اوباما د حکومت د سلوک تغیر موږ له دوو صحنو څخه معلومولای سی. لومړۍ صحنه د مارچ اته ویشتمه وه چی د ملی امنیت سلاکار جنرال جېمز جونز له واشنگټن څخه کابل ته د جمهوریس اوباما سره په الوتکه کی سپور وو او خبریالانو ته یې وویل چی جمهوریس اوباما به د افغانستان جمهوریس ته ووایی چی هغه د امریکا پر دې غوښتنو باند یغوږونه کاڼه اچولی دي چی وایی له اداری فساد سره دي مبارزه وکړي او د مخدهر موادو د قاچاق مخه دي ونیسی. د وهمه صحنه د جمعې په ورځ وه چی جېمز جونزدا ځل له پراگ څخه واشنگټن ته د جمهوریس اوباما سره په الوتکه کی سپور وو او خبریالانو ته یې وویل چی جمهوریس اوباما له جمهوریس کرزي څخه خوښی ښکاره کړه او او په کابل کی یې د ماښامنی له امله مننه ورڅخه وکړه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د دې دوو صحنو ترمنځ څه پېښه سوه. ښاغلي کرزي په عامه پر لوېدیځو هیوادونو باندی انتقادونه وکړل، د اېران جمهوریس یې مېلمه کړ او وې ویل چی که بین المللی ټولنه پر ده باندی فشار اچولو ته دوام ورکړي نو دی به له طالبانو سره ملگری سی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د اوباما حکومت ته اوس معلومه سوې ده چی هر څونه چی پر ښاغلي کرزي باندی فشار اچوی هغه له ځان څخه لیری کوي نو بهتره لاره دا ده چی له هغه سره سمه گوزاره وکړی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د جمهوریس کرزي سره اړېکی دونه خړ پړ سوي دي چی هغه د اوباما د حکومت له ځینو عالی رتبه مقاماتو سره چندانی خبری نه کوي. په افغانستان کی د متحده ایالاتو له استازي ریچارډ هولبروک او سفیر کارل ایکینببیری سره یې اړېکی ډېر خراب دي او د جمهوریس له مرستیال جوزف بایډن سره یې ټکر کړی او پخپله د جمهوریس اوباما څخه هم ځان لیری ساتی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی د دې تاوتریخوالي یو لوی علت پخپله د افغانستان د مسلې په باب د متحده ایالاتو د مقاماتو ترمنځ اختلافات هم دي. د امریکا سفیر کارل ایکینبیری په افغانستان کی د متحده ایالاتود قواوو دزیاتېدلو سره مخالف وو. په داسی حال کی چی عمومی قوماندان جنرال میک کریسټل د څه باندی دځرشو زرو نورو عسکرو غوښتنه کړې وه. دغه راز ریچارډ هولبروک هم د ښاغلي کرزي سره سم اړېکی نه لری او کابل ته د جمهوریس اوباما د وروستي سفر په ترڅ کی یې په خبرو کی برخه نه درلوده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ځینو ماهرانو له قوله وایی د افغانستان په برخه کی د امرکیا یوازینی ډیپلوماټیک بری هغه وو چی سناتور یې جان کېری یې هغه هیواد ته واستاوه او جمهوریس کرزی یې په د ې قانع کړ چی په انتخاباتو کی ډېر زیات غبن سوی دی او هغه باید چی دوهم ځلي انتخاباتو ته حاضر سی. خو وروسته تر هغه چی د اوباما حکومت هر څه کوښښ کړی دی کرزي منفی عکس العمل ښودلی دی.یو ځل خو پخپله جمهوریس اوباما هم وویل چی د کرزي حکومت له خپلی ټولني څخه بې خبره دی او هیڅ تماس نه ورسره لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ماهرانو له قوله وایی اوس داسی څرگنده سوې ده چی د افغانستان په برخه کی باید له حوصلې څخه کار واخیستل سی. اوس حاضر د اوباما په حکومت کی له جمهوریس کرزي سره د جنرال میک کریسټل اړېکی ډېر ښه دی او له هغه سره د هیواد په برخه کی سفرونو ته ځی. او دغه راز خارجه وزیره هیلری کلینټن هم له جمهوریس کرزي سره ښې اړېکی لری او هغه ته د ملگري سیاستمدار په نوم اشاره کوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی د افغانستان په برخه کی د امریکا د سلوک د تغیر یوه څرگنده نښه د جمعې په ورځ د جنرال جونز په وینا کی هغه وخت ولیده سوه چی خبریالانو ته یې وویل کله چی اوباما کابل ته سفر وکړ نو د امریکا هیات ته معلومه سوه چی د کرزي د حکومت وزیران ډېر تکړه خلک دي او ډېر سم کار کوي. جنرال جونز زیاته کړه چی جمهوریس اوباما له ښاغلي کرزي سره په خبرو کی ډېر زیات اطمینان ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG