د لاس رسي وړ اتصالات

هولبروک دکرزي سره دامریکا دسفر په باب غږیدلی 


افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور ریس باراک اوباما ځانګړی استازی ریچارډ هول بروک د دوشنبی په مازیګر د امریکا د مرکزی قواو د قوماندان جنرال ډیویډ پیټرس په ملګرتیا په ارګ کی د جمهور ریس حامد کرزی سره کتلی اوبله میاشت امریکا ته د افغانستان د جمهور ریس د سفر په باب خبری کړی دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د یو بیان له مخی پدی کتنه کی سفیر ریچارډ هول بروک په افغانستان کی د مخالفو وسلوالو سره د جمهور ریس کرزی د سولی د پروګرام اود مخالفو وسلوالو سره د پخلاینی لپاره د کړنلاری د ټاکلو لپاره د جوړیدونکی مشورتی جرګینه د امریکا د متحده ایالاتو بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

دا بیان وایی چی پدی کتنه کی په افغانستان کی د راروانو پارلمانی انتخاباتوپه بابهم خبری شوی په افغانستان کی د ناتو قوماندان جنرال سټاینلی میک کرسټال چی پدی غونډه کی خاضر وه ددغو انتخاباتو د امنیت د ټینګیدلو لپارهیید نړیوالو قواو په استازیتوب جمهور ریس کرزی ته ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست د مطبوعاتی بیان له مخی سفیر هول بروک جمهور ریس کرزی ته د امریکا او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکی اړیکو په باب په واشنګټن کی د څو وروځو وړاندی د شوو خبرو په باب هم معلومات وړاندی کړی دی.

سفیر ریچارد هول بروک د جنرال پیټرایس په ملګرتیا د تیرو ددو ورځو راپدی خوا په کابل کی افغانستان سره د امریکا د پوځی مرستو د ارزونی لپاره په یوه دوه ورځنیی غونډه کی د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی .

پدی دوه ورځنیو غونډو کی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جک لیو او د امریکا د انکشاف د نړیوالی اداری یوس ايډ ریس راجیو شاه هم برخه لرله د دوشنبی په ورځ بای ته ورسیدلی.

د امریکا د سفارت له خوا پدی هکله په یو خپور شوی بیان کی وویل شوی چی پدی دوه ورځنیو غونډو کی افغان امریکایی او د افغانستان نړیوال انډیوالان د خپلوګډو اهدافود ترلاسه کولو لپاره سره راټول شوی وه .

دا بیان وایی چی دا غونډی ډیری هراړخیزی او په شفافه توګه ترسره شوی دی. د امریکا د سفارت پدی بیان کی د یکشنبی په ورځ پدی غونډو کی د جمهور ریس کرزی ګډون ستایل شوی دی. او وویل شوی چی پدی غونډو کی راروان کال ته افغانانو سره د ښه حکومت کولو کرهڼی مواصلاتو د سکټورونو په وده او په پوځی او ملکی برخو کی د هماهنګی رامنځ ته کیدلو په ملاتړ په موثره توګه خبری شوی دی.

دغو غونډو ته نه افغان او نه هم په کابل کی میشت بهرنی خبریالان وربلل شوی وه د امریکا د سفارت له خوا په یو بل خپور شوی بیان کی د یکشنبی د ورځی د غونډی په پای کی د سفیر هول بروک جنرال پیټریس جک لیو او راجیو شاه نهد ګډون کونکو د پوښتنو یو رپوټ خپور کړی چی پکی په عمومی توګه ددغو چارواکو نه د دریو عمده مسلوپه باب پوښتنی شوی دی.

په پوښتنو کی د افغانستان د حکومت او امریکا تر منځ اړیکی، افغانستان سره د امریکا اقتصادی مرستی او په افغانستان کی د امریکا او نړیوالو قواو پوځی عملیاتو مسلی شاملی دی. دغو پوښتنونکو ته سفیر هول بروک د جمهور ریس کرزی سره د امریکا اړیکی ډیری ښی بللی او ویلی دی چی دی اصلآ د هغه سره د اړیکو مسله د کومی مسلی په توګه نه پیژنی .

سفیر هول بروک د امریکا سفارت ته د جمهور ریس کرزی سفر د همدغو ښو اړیکو نمونه بللی ده خو سفیر هول بروک هغه انګیرنی په کلکه ردی کړلی چی ګوندی په کابل کیدا غونډید تیرو څو ورځو راپدی خوا د افغانستان او امریګا ترمنځ د سړو اړیکو د بیرته عادی کولو لپاره په نیت ترسره شوی دی هغه وویل چی ددی غونډو لپاره د تیرکال د نوامبر د ۱۹ کله چی جمهور ریس کرزی لوړه پورته کړه دی او جنرال پیټریس ګډ کار پیل کړی وه.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور ریس ځانګړی استازی د یوی پوښتنی په ځواب کی وویل چی د دوشنبی په ورځ دی په پام کی لری چی د ]نرال پیټریس په ملګرتیا په ارګ کی د جمهور ریس کرزی سره وګوری او واشنګټن ته د می په ۱۲ د هغه د سفر په باب د جمهور ریس نظریات ځان ته معلوم کړی.

پهکابل کی ددی غونډی جوړیدلو دمخه تیر کال په واشنګټن کی پدغسی یوی غونډی د افغانستان سره د امریکا په مرستو خبری شوی وی.په پام کی دی چی بل کال ته بیا دغسی یوه غونډه په کابل کی جوړه شی.

XS
SM
MD
LG