د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ددغه ملک د خلګو نه بخښنه غوښتې


د پاکستان د پوځ لوی درستیز ددغه ملک د خلګو نه بخښنه غوښتې
د پاکستان د پوځ لوی درستیز ددغه ملک د خلګو نه بخښنه غوښتې
<!-- IMAGE -->

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال ( اشفق کیاني ) په نظامي عملیاتو کی د ملکي خلکو د وژل کیدو له کبله معافي غوښتې ده. هغه نن د کوکي خیلو د قبیلې نه د هغي حملې له کبله معافي وغوښته چی پوځ تیره هفته په یاغي طالبانو باندي وکړه.

ددې قبیلې غړو وویل چی په دې حمله کی تقریبا ٦٠ ملکي خلک وژل سوي دي.

کیانی په یوه بیانیه کی وویل چی دی « د ارزښتمنو او بیگناه ملکیانو د وژل کیدو له کبله تاسف کوي.» دغه جنرال وویل چی ده دداسي اقداماتو امر کړی دی چی په آینده کي داسي پېښی تکرار نه سی.

دا حمله د خیبر د ایجنسۍ د قبایلي سیمي د تیرا په ناوه کی سوې وه.

د پاکستان اردو په دې وروستیو وختو کی په خیبر او اوروکزیو کی په یو لړ تعرضي حملو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG