<!-- IMAGE -->
د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد زیمبابوي ته د خپل دولتي سفر په ترڅ کی په لویدېځ او د ملگرو ملتو د امنیت په شورا باندی نوي انتقادونه کړي دي.
په هغه ماښامنۍ میلمستیا کی چی د زیمبابوي د جمهوررئیس رابرټ موگابي له خوا ترتیب سوې وه، ښاغلي احمدي نژاد وویل چی د امنیت شورا د قوي او زورورو ملکونو په خدمت کی ده.
هغه په زیمبابوي باندي دده په قول « شیطاني فشارونه » او هغه هلي ځلي وغندلې چی غواړي ددوي ددواړو هیوادونو استقلال ته تاوان ورسوی. دغه دواړه جمهوررئیسان د اوږدې مودې را پدې خوا په لویدیځ باندی سخت انتقادونه کوي او وایي چی لویځ ملکونه ددوی په هیوادونو کی مداخله کوي.