د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې ۱۰ تنه د مخالفینو په برید کې وژل شوي


Every person on the planet needs water in order to survive, save every droplet of it. (Photo taken in Rawalpindi, Pakistan by Adeel Shabir submitted to <a href="http://www.voanews.com/info/ipad-photo-contest/3735.html" target="_blank">VOA Photo Contest</a>)
Every person on the planet needs water in order to survive, save every droplet of it. (Photo taken in Rawalpindi, Pakistan by Adeel Shabir submitted to <a href="http://www.voanews.com/info/ipad-photo-contest/3735.html" target="_blank">VOA Photo Contest</a>)
<!-- IMAGE -->

لږترلږه لس تنه چې دملي اردوڅوتنه پوځيان هم په کې شامل دي دننګرهار په ولايت کې ددولت دوسله والو مخالفينو پريو بريد وژل شوي اوزخميان شوي دي.

تيره شپه ناڅرګند وسله والو دننګرهار ولايت دچپليار ولسوالۍ دسرې کلا په سيمه پرملکي موټروډزې وکړې چې په ترڅ کې يې لس تنه مړه اوزخميان کړل. دسيمې سېدونکي وايي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو دموټرو په پلټنه پيل وکړهغه موټر چې دملي اردوکسان په کې سپاره وواوديوواده پرلور روان و له وسله والونه يې تېښته کوله چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

ددې پېښې يوعينې شاهد اودسيمې يواوسېدونکي ايمل دجمعې پر سهار دتليفون پرليکه مطبوعاتوته وويل دغو وسله والو څلور تنه چې دملي اردو کارتونه ورسره و او ديادې ولسوالۍ دحافظانو په کلي کې دواده په مراسمو کې دګډون لپاره روان وو وژلي او دغه راز يې يو تن چې ويل کيږي انجنير دې او په يوه مرستندويه اداره کې يې کار کاوه هم وژلې دى.

ايمل وويل يو موټر داهڅه کوله چې دپلټنې له ځايه وتښتي دوسله والو له لورې پرې ډزې وشوې او پکې سپاره کسان مړه اوزخميان شول .دى وايي په دې پيښه کې پنځه کسان مړه او پنځه نور زخميان شويدي.

دننګرهارولايت امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفترامر سمونوال عبدالغفور هم دپيښې دتايد ترڅنګ وويل چې په پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور زخميان شوي دي .ده دا ومنله چې په وژل شويو کې دملي اردو کارکوونکي هم شامل دي.

سمونوال عبدالغفور دپېښې پړه ددولت پروسله والو طالبان واچوله خو زياته يې کړه چې تر اوسه دپيښې په تور څوک نيول شوي نه دي .ددولت وسله والو مخالفينو ددغې پېښې پړه په غاړه اخستې خوويلي يې دي چې دوي له ملکي کسانو سره کارنه لري دغه کسان يې دتېښتې پرمهال وژلي دي .

تردغې پېښې وړاندې هم ددولت وسله والومخالفينو بهرنيوقواووته دجاسوسۍ په تور يوشمېر کسان وژلي دي ددولت وسله والو مخالفينو په يوټلفوني پيغام کې داهم ليکلي چې دوي دچپليار په ولسوالۍ کې درې تنه دجاسوسۍ په تور وژلي دي .

XS
SM
MD
LG