د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د لوگر په عملیاتو کې د طالبانو مرستیال قوماندان ونیول شو


<!-- IMAGE -->

ناټو وايي، دافغان او ایساف د قواوو په گډو عملیاتو کې د طالبانو د قوماندان مرستیال ونیول شو او پنځه تنه یاغیان ووژل شول.

ناټو وايي، په هغو عملیاتو کې چې د لوگر په ولایت کې وشول، دوه تنه نور افراطیان ونیول شول.

ناټو وايي، گډې قواوې د یکشنبی په سهار د پاک سازئ د عملیاتو په وخت کې د افراطیانو سره مخامخ شوې.

د ایساف قواوې وايي، د طالبانو د قوماندان معاون د ځانمرگی حملو د پلان جوړولو مسؤل و.

افغان ماموران وايي، د لوگرد ولایت اوسیدونکو په دغو عملیاتو باندی د احتجاج کولو په توگه یو شمیر عسکری موټرو ته اور واچاوه.

د فرانسی خبری اژانس رپوټ ورکوی چې د پل علم په سلگونو اوسیدونکي لارو کوڅو ته را ووتل او د امریکا په ضد یې شعارونه ورکول.

رپوټونه وايي، مظاهره چیانو په دې ټکي ټینگار کاوه چې وژل شوي او نیول شوي کسان ملکیان دي.

له بل پلوه چارواکي وايي، په زابل کې یوه ځانمرگي بم اچونکي دوه امنیتی ساتونکی او دوه ملکیان ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پلي بم اچونکی د یکشنبی په ورځ د زابل ولایت د شاجوی په سیمه کې په امنیتی ساتونکو باندی حمله وکړه.

په دغه چاودنه کې دولس تنه زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG