د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرانو جرګه: د ثور د کودتا عاملینو ته باید سزا ورکړل شي


د مشرانو جرګه: د ثور د کودتا عاملینو ته باید سزا ورکړل شي
د مشرانو جرګه: د ثور د کودتا عاملینو ته باید سزا ورکړل شي

دافغانستان دمشرانوجرګه وایی هغوکمونست پلوه کسانو ته باید سزاورکړل شی چه په ۱۳۵۷کال کې یی دثور په اوومه نیټه دداوود خان جمهوريدولت راوپرځاوه او هیوادیی دبد بختیو په لورروان کړ.

دمشرانو جرګې رییس صبغت الله مجددی وویل دکمو نستانو تر څنګ بایدهغو جهاد ی مشرانوته هم سزا ورکړل شيچېپه خپل منځيجګړو کې یی بې ګناه خلک وژليدي.

مشرانو جرګې دسه شنبې ورځې په غونډه کې دثور یا غویی داوومې نیټې کمونستی کودتا وغندله. مجدديوویل کمونستان دمجازاتوپرځای په لوړودولتی پوستونو کارکوي.

"دثوراوومه د افغانستان دخلکو لپاره د بدبختیو ورځ ده.خو هماغه کمونستان په مهمو څوکیو کار کوی حکومت هغه ضروری غیرت او جرآت نلری چه دا کسان لیرې او مجرمینو ته سزا ورکړی زمونږ رهبرانو هم دقدرت لپاره زرګونه بې ګناه خلک ووژل نن هغه ورځ رارسید لې چه داکسان محاکمه شي".

داپه داسې حال کې ده چه ښاغلی مجددی یو ځل په۱۳۷۱کال کې د جمهور رئیس په توګه ټول کمونستان وبښل او ملی شوری داسې یو قانون تصویب کړ چه له مخې یی تر۲۰۰۱م کال مخکې په جګړه کې ټول ښکیل کسان او مجرمین بښل شویدی.

دمشرانو جرګې اکثرو غړو دثور داوومې دغندلو اوثور داتمې چېکابل ته دمجاهدینو د راتګ ورځ ده دپراخه نمانځنې غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG