د فلسطینیانو غټ مرکچی وایی چی د فلسطینیانو او اسراییلو ترمینځ غیر مستقیمی خبری پیل شوی دی .
صایب اریکت دغه اعلان نن وروسته له هغه وکړ چی په منځنی ختیځ کی یی د امریکا له استاځی جورج میچل او د فلسطین د جمهور ریس محمود عباس سره د رامالا په لویدیځه غاړه کی ملاقات وکړ.
ټاکل شوی چی د دی مذاکراتو مینځگړیتوب به جورج میچل په غاړه ولری.
د اسراییلو صدراعظم نن وویل چی هیله ده غیر مستقیم مذاکرات ډیر ژر په مستقیمو مذاکراتو بدل شی.
جورج میچل د ښاغلی نتان یاهو سره په دی وروستیو وختونو کی په بیت المقدس کی لیدلی وو.
د فلسطین د خپلواکۍ اداری پرون د اسراییلو سره د امریکا په مینځگړیتوب ډ سولی غیر مستقیم مذاکرات تایید کړل چی دا مذاکرات د اتلسو میاشتو توقف وروسته بیا پیل کیږی.
د فلسطین جمهور ریس محمود عباس د امریکا په مینځگړیتوب د مذاکراتو پلان تایید کړی دی او په دی اړه یی د عربی اتحاد د ملکونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د دی پلان له مخی به جورج میچل په رامالا کی د ښاغلی عباس او په بیت المقدس کی د ښاغلی نتان یاهو ترمینځ په یوه څلور میاشتنۍ دوره کی ارتباطی رول ولری.