د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم خصوصي جاسوسان استعمالوي


نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم خصوصي جاسوسان استعمالوي
نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم خصوصي جاسوسان استعمالوي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د می په شپاړسمه نیټه لیکلي دي چې امریکا اوس هم له خصوصي جاسوسانو نه په افغانستان او پاکستان کې کار اخلي. دوی د دې دواړو هیوادو له گڼو سیمو نه په زرگونه اطلاعات برابروي که څه هم یو شمیر خلک دغه کار غیر قانوني بولي.

ورځپاڼه لیکي چې د سږکال په پیل کې د امریکا د حکومت ځنې مامورینو دا خبره ومنله چې ددوی پوځ یو شمیر پخواني د سي ای ا غړي چې اوس متقاعد دي سیمې ته د اطلاعاتو د راټولو لپاره لیږلي دي چې د ددغو اطلاعاتو په رڼا کې په یو شمیرجنگي ډلوباندې حملې شوي او یو شمیر ددې جنگي ډلوسره د اړیکو په تور وژل شوید ي. خو ځنو داسې ادعا لري چې داسې عملیات اوس درول شوي دي.

اما نیویارک ټایمز زیاتوي، چې د یوشمیراوسنيو او پخوانيو حکومتي مامورینو، کاروباریانو سره مرکې او همدارنگه د حکومت اسناد دا ټول په ډاگه کوي چې موضوع داسې نه ده. اوس هم دغه جاسوسان په ډیر تفصیل رپوټونه لیږي اودا رپوټونه دافغانستان په جنوبي سیموکې د استخباراتي اطلاعاتو مهمه برخه جوړوي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي پوځونه په پاکستان کې د ننه له عملیاتو نه منع شوي دي اود امریکا ددفاع وزارت د مقرراتو په اساس قراردادیان نه شي کولی اطلاعات راغونډ کړي.

د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې یو بل مطلب هم خپور شوی دی او په کې لیکل شوي دي چې مارک سدول، یو بریتانوی ډپلومات چې د ناتو د قواوو ملکي استازی دی اوس تل د ښاغلي جنرال مک کرستال په خوا کې لیدل کیږي. دی اوس هڅه کوي چې د پوځي قواوو په خوا کې محلي اداري واحدونه هم پیاوړي شي اوله سیمو نه د طالبان له شړلو نه وروسته د حکومت کنټرول ټینگ کړي. دا کار په مارجه کې چې طالبان ورنه وشړل شول عملي شو خو داسې ښکاري چې دا یوساده موضوع نه ده.

ورځپاڼه زیاتوي اوس ډیر وخت کیږي چې مکرستال او مارک سدول اوس جوړه او حتي د ښاغلي حامد کرزي لیدلوهم ته په گډه ځي. هغه اوس د افغانستان په چارو کې په یوه مهمه څیره بدل شویدی او د ښاغلي ایکن بیري چې په کابل کې د امریکا سفیر دی، حیثیت غوره کړی دی. داسې ښکاري چې ښاغلی مکرستال غواړي هغه د خپل سیاسي مټ په حیث وکاروي. خو ښاغلي ایکنبیري ځان سره یې د رقیب د حیثیت خبره ردوي او وايي چې د افغانستان وضع داسې ده چې باید بهرنیان هم په مسایلو کې دخیل وي او داسې وښودل شي چې په افغانستان کې یوه واقعي ایئتلاف شته دی.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د می د پنځلسمې نېټې په گڼه کې لیکي دي، په داسې حال کې چې ناتو د پوځي اهدافو په نسبت په سیاسي اهدافو باندې زیات ټینگار کوي، طالبان هم په کندهار کې د هغو اشخاصو وژلو ته دوام ورکوي چې کیدای شي لویدیزملکونه ورباندې زیاته اتکا ولري.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د کندهار د ښاروال مرستیال، عزیزالله یارمل سرنوشت ټولو ته ټکان ورکړی دی. یو شپیته کلن یارمل په داسې حال کې چې په جومات کې چې د کورنه یې څو گامه فاصله لري او کوڅه یې هم د پولیسو لخوا ترسختې څارنې لاندی ده، سر په سجده ایښې، طالب وژونکو ورباندې ډزې وکړې او ځای په ځای یې وواژه. خو قاتلان بې له کومې ویرې په تیښته بریالي شول.

لاس انجلس ټایمز لیکي، یارمل هغه پیژندل شوی څیره ؤ چې د هغه په وژنې سره، د کندهار خلکو ته ویره پیدا شوه. او د وژنو دا لړۍ پداسې حال کې دوام لري چې لویدیز هیوادونه ددغه ولایت د بشپړ نیولو لپاره چمتووالی نیسي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې ناتو په خپله ستراتیژي له سره کتنه کوي اوغواړي په کندهار کې د حکومت حاکمیت ټینگ کړي، د کندهار اوسیدونکوسره داسې سوال مطرح کیږي چې د لویدیزو هیوادو د پوځي عملیاتو هدف څه شی کیدلای شی او دا کار د ولایت د اوسیدونکو ژوند څومره د خطر سره مخامخ کولی شي؟

لاس انجلس ټایمز لیکي، په افغانستان کې د ناتو او امریکايي قواوو قوماندان جنرال مک کرستال چې واشنگټن ته د ښاغلي حامد کرزي د سفر په جرییان کې ورسره ؤ، دلته یې وویل چې په کندهار کې به امنیتي قواوې په تدریجي ډول سره زیاتیږي، نه دا چې په ښار به یوه ناببره ورباندې حمله وشي. خو اوس څو هفتو کیږي چې د لویدیزو هیوادو پوځي مامورین د کندهارعملیاتو ته یرغل نه وايي. د ای ساف یو افسر، وین شنک په دې باره کې داسې ویلي دي: هغه څه چې مونږ یې په خپل پلان کې لرو، هغه په حقیقت کې یوه افغاني سیاسي پروسه ده، چې په هغه کې به په تدریجي ډول امنیتي اقدامات پیاوړي شي. په دې ترتیب به په دغه ولایت کې د حکومت سلطه زیاته شي او د پرمختگ زمینه به هم برابره شي. نو ځکه به د کندهار عملیات د یوه یرغل او چټکې حملې په شان نه وي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، چې په کندهار باندې د حملې خبر چې د لویدیزو هیوادو لخوا مخکې تر مخکې اعلان شو، د ډیرو خلکو ژوند ته یې خطر پېښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG