د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د حملی تازه رپوټ - 2004-03-03


وو ٭ خوشحاله یو چه بیا هم ستاسو په خدمت کی یو . ٭ پدی هېله چه تیره هفته مو په خیر تیره شوی وی اول ددی پروگرام کی را غونډ کړی مطالب به تاسو ته در معرفی کو . ٭ درنو او قدرمنو ځوانانو سلمونه وړاندی کc ٭ سمه ده . ٭ ایازی صاحب پدی پروگرام کی به په مریلند کی د باسکتبال د مسابقاتو په باره کی وغږیږو چه تر تیب او تنظیم یی په ورجینیا کی د افغان ځوانانو د بیلو ورزشی او فرهنگی ټولنو لکه افغان سپورت فدریشن او د افغان اللا صله امریکاییانو د باسکتبال نوی اداری په غاړه درلود . ٭ ددی تر څنگ راځه چه گرانو ځوانانو ته د افغانانو د لومړنی کرکت تیم په باره کی هم لږ څه معلومات ورکو چه د افغانستان کرکت فدریشن په نامه یادیږی . ٭ او ددی تر څنگ گرانو ځوانانو د یوه په زړه پوری مطلب او ټوکی اوریدل هم مه هیروی . ٭ نو داسی به وکو چه اول به د باسکتبال د تورنمنت خبر واخلو که څنگه . ٭ بس همداسی به وکو . ٭ مرکه ٭ شایستی نن سبا ځوانان ورز ش او سپورت ته شوق او مینه ښیی او موږ یی هم همدی ته تشویقوو او ورته وایو چه اول خپل درس مه پریدی او تر څنگ یی د خپل شوق سره سم تفریح هم وکی. نو که دا تفریح سپورت وی وجود ته هم گټه رسیږی . ٭ بلی ایازی صاحب ستاسو د خبری په تایید د افغان کرکت فدریشن تیم نوم هم اخستی شو . ٭ بلی زه خبر یم چه دا ټیم د ای سی سی چه د‏(‎ انترنشنل کرکت کونسل ‏)‎ یا د کرکت نړیوالی شورا غړی دی د تیر کال د جون په څوارلسمه د اسیایی هیوادونو د کرکت د شورا غړی هم شو .

ددی اداری مسول وینو را ماداس وویل چه د اسیایی هیوادونو د کرکت شورا به د افغانستان کرکت فوندیشن سره کار وکی تر څو په افغانستان کی هم دا لوبه چه دومره معموله نده تقویه شی . ٭ د ای اس اف یا افغانستان کرکت فوندیشن په افغانستان کی د وروستنیو جنگونو نه وروسته ډیر فعالیت پیل کړی دی او تیر کال یی لا دوخته خپل تیم پاکستان ته و لیږلو چه په داخلی مسابقاتو کی ددوی سره برخه واخلی . ٭ له بده مرغه پرو سږ کال دوی ونه شو کړای چه د دوه زره دریم کال د یوت ویا وځانانو د اسیا کپ په مسابقاتو کی برخه واخلی ځکه چه د ترتیباتو دپاره وخت ډیر کم پاتی و .

٭ خو دوی وکړای شول چه د یو ١٧ په مسابقاتو کی چه په هند کی د تیر کال په وروستیو میاشتو کی تر سره شوی برخه واخلی . او په پاکستان کی یی د قاعد اعظم په مسابقاتو کی هم گډون وکړ، ٭ د استرالیا کرکت بورد د افغان تیم سره د تیم د غښتلی کولو دپاره مرستی کوی .

٭ دا لوبه د نولسوه اتیاه په لسیزه کی د روسانو د اشغال نه وروسته د افغان مهاجرو تر منځ رواج شوه او لس کاله وروسته دوی دا لوبه خپل هیواد ته یوړه. ٭ د افغانستان کرکت فوندیشن په کال نولسوه پنځه نویم کی په کار پیل وکړ چه اوس هم د نړیوال کرکت شورا او اسیایی هیوادونو د کرکت شورا غړیتوب لری. ٭ میوزک ٭ یو جالب خبر وایی

XS
SM
MD
LG