د لاس رسي وړ اتصالات

Real Emotion - 2004-04-29


ریښتونې مینه

ضرور نه ده چی په گوتو می گوتمۍ کې د اسمان ستوری سپوږمۍ می غاړگۍ کې

راته راوړې رنگ په رنگ ښایسته گلونه له گلونو دي وي ډک دواړه لاسونه

په تحفو دی خپله مینه راته ښیې راته وایې چی مین پر بل چا نه یې

خو که ماته را په برخه دا نړۍ کې په لمن کی می دانې د الماس توی کې

زما له مینی سره لوبی نه سې کړلای په الماسو می زړه نه سې اخیستلای

ما په تشو کیسو نه سې تېر ایستلای په خبرو مینه نه سې را نیولای

هسی نه چی زه په مینه کی تېری کړم هسی نه چی زه جهان درڅخه غواړم

ماته مه راوړه دانې د مرغلرو زه می ټول عمر ریښتونې مینه ژاړم

داسی مینه چی یې ځای وي د زړه تل کی چی نیژدې سو سره ورک سو په یو بل کی

داسی مینه چی بیا نه سی هېرېدلای چی یې رنگ د زمان نه سی بدلولای

هغه مینه چی ښیښه غوندی صفا وی له اوله تر آخره چی ریشتیا وی

داسی مینه راته راکه پر ما گرانه چی د زړه مراندی یې ومنی جانانه

یا خو بشپړه ریښتونې مینه راکه یا دی ژوند زما له ژوند څخه جلا که

هسی نه چی زه په مینه کی تېری کړم هسی نه چی زه جهان درڅخه غواړم

ماته مه راوړه دانې د مرغلرو زه می ټول عمر ریښتونې مینه ژاړم

داسی مینه چی یې ځای وي د زړه تل کی چی نیژدې سو سره ورک سو په یو بل کی

داسی مینه چی یې ځای وي زما په زړه کی چی احساس یې کړم د خپل زړه په کاله کی

انتظار یم داسی مینی ته عمرونه پر دې لاره می تېر کړي دي کلونه.

XS
SM
MD
LG