د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو باندی د سپتمبر د یولسمی  نیټی د حملو په باب تحقیقات - 2004-08-07


متحده ایالاتو باندی د سپتمبر د یولسمی نیټی د حملو په باب د تحقیقاتو د کمیسیون دوه غړی وایی متحده ایالات او ملگری هیوادونه یی باید ترورستان معلوم کی او د هغوی د پټیدلو ځایونه له منځه یوسی . د وی او ای خبریال مایک او سالیون رپوټ را کوی او وایی چی ددی کمیسیون غړی سلید گورتن او ریچارد بن ونایست په لاس انجلس کی د کانگرس استعمایه غوندی ته خبری وکړی . د نړیوال تروزم په باب د کانگرس د جرگه گی غړو چی موضؤع یی د وسلو د نه خپرولو او بشری حقوقو په باب وه د لاس انجلس په هوایی میدان کی سره ولیدل. دا هماغه هوایی ډگر دی چی په دوه زرم کال کی ترورستانو ورباندی د تروستی حملی پلان درلود خو ناکامه شول . الجیریایی تبعه احمد رسام د امریکی په شمالی سرحد کی د موټر بمونویوه ډک سره ونیول شو . هغه غوښتل چی د کانادا له لاری امریکی ته ننوځی . دوه کاله وروسته د هغه نورو ملگرو پر نیو یارک واشنگتن او پنسلوانیا باندی ترورستی حملی وکړی چی په نتیجه کی یی دری زره کسان ووژل شو ل . دا ټول نولس تنه چی پدی حملو کی یی لاس درلود په افغانستان کی د القاعده د شبکی په کمپونو کی روزل شوی و .د جمعی د ورځی دا استعمایه غونډی په همدی باره کی هم یو لړ وړاندیزونه وکړل. په سر کی یی دا خبره وشوه چی د ترورستانو پناه ځایونه او ځالی باید له منځه یوړل شی او څوک باید دوی ته پناه ور نکی . ددی کمیسیون غړی سلید گورتن وایی ترورستان داسی ځایونو پسی گرځی چی امنیتی وضع یی ښه نه وی ، حکومت یی کمزوری او نفوس یی کم وی . ددوی په لست کی ددی ځایونو نومونه په وار وار ذکر شول . پاکستان ، د پاکستان او افغانستان سرحدی سیمه ، د افغانستان جنوبی او غربی برخی ،د عربو ټاپو وزمه، سعودی عربستان،یمن او د سومالیا نه نیولی تر کینیا پوری د افریقا دښکر هیوادونه . ښاغلی گورتن وویل پدی لست کی د اسیا په جنوب کی هیوادونه یعنی د تایلند او اندونیزیا نه نیولی د فلپین جنوب او د افریقا غربی هیوادونه لکه نایجیر مالی او اروپایی هیوادونه خصؤصاً شرقی او د مرکزی اروپا هیوادونه چی مسلمانان پکی ډیر دی او امنیتی قواوی او سر‏حدونه یی دومره مظبوطه نه دی هم شامل دی . پر امریکی باندی د سپتمبر د یولسمی نیټی د ‏حملو د تحقیقاتو کمیسیون دغو دوه تنه غړو وویل چی هرهغه څوک چی د ملی امنیت د استخباراتو دنده ور سپارل کیږی باید پوره بودیجه په لاس ولری او همدارنگه باید په امریکی کی دننه پر نوروپنځلسو استخباراتی ادارو باندی د امر پوره واک اختیار هم ورکړ شی .

XS
SM
MD
LG