د لاس رسي وړ اتصالات

بوش په خپلی فیصلی پښیمانه ندی چې دعراق د جنگ په باب ئې کړیده - 2004-08-14


جمهور رئیس بوش وائې،پخپلی هغې فیصلی په باره کې پښیمانه ندی چې دعراق د جنگ په باب ئې کړیده او د خپل ځان نه دهغه انتقاد په هکله دفاع کوی چې دده ډموکراتیک رقیب ئې ددغه جنگ په ارتباط ئې په هغه باندی کوی . ښا غلې دامریکا دتلویزنی شبکی ثی.این.این. سره په مرکه کې دهغو ادعاگانو په باره کې د نظر اختلاف لری چې وائې،په عراق کې دامریکا پالیسی بین المللی ملاتړ نلری . هغه داهم وویل، امریکا دنړیوال امنیت په باب مسؤلیت لری او پدی ټکی ئې ټینگار وکړچې دهغه د تیرو څلورو کالو د پالیسوپه سبب هیواد او نړۍ اوس په ښه موقف کې ده . ښا غلې بوش دا ونه ویلی چې دڅومره موده به امریکائې عسکر به په عراق کې وی مگر وعده ئې وکړه چې د ضرورت نه به یوه ورځ زیات هلته پاتی نشی . دعامه افکارو سروی چې دڅیړنی څومرکزونو کړیده ، ښئ چې ښا غلئ بوش او ښا غلئ کیری دواړه سره برابردی . ددغې سروی په قول ۴٧ فیصده رائې ورکوونکی چې پوښتنی ورنه شویدی، وائې ،دوی د سناتور جان کیری ملاتړ کوی او ۴٥ فیصده ئې د ښا غلې طرفدار دی . دعامه افکارو په سروی کې مستقل کاندید ‏(‎رالف نیدر ‏)‎ دوه فیصده رائې وړی دی .

XS
SM
MD
LG