د لاس رسي وړ اتصالات

د روسی الوتکود سقوط مسولیت یوی اسلامی تندروی ډلی واخیست - 2004-08-27


روسی تحقیق کونکی وایی د سه شنبې په ورځ د هغو دوه و الوتکو د پارچو اوټوټو نه چی په روسیی کی را ولویدی او پکی نهه اتیا تنه ووژل شول تحقیقات دا څرگندوی چی په یوی کی یی چاودیدونکی مواد و. د روسیی د فدرالی امنیتی خدماتو د اجنسی نطاق سرگی ایگناچنکوف وایی دا تر لاسه شوی مواد د هیکسوجن په نامه مواد دی چی په روسیی کی د توپونو گولی تری جوړوی. دغه نطاق ویل چی دا مواد د تی یو یو سلو څلور پنځوس ډوله جټ الوتکی په پاتی ټوټو کی چی د روسیی په جنوبی برخه کی د روستوف ان دون په ښار کی یی سقوط وکړ وموندل شول. ددوهمی الوتکی د رالویدو په باب اوس هم معلومات نشته چی تقریباً په عین وخت شمال پلو ته را ولویده . دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغی خپره شوه چی د سالام بولی برگید په نامه یوی اسلامی تندروی ډلی ددی حملی مسولیت پخپله غاړه واخیست . دا اعلامیه ددی اسلامی ډلی په ویب سایت کی خپور شو او پکی راغلی چی دا حملی په چچنیا کی د جدایی غوښتونکو له خوا شوی دی . په چچنیا کی اوسیدونکی به د یکشنبې په ورځ د خاصو انتخاباتو په ترڅ کی رایی ورکی او د احمد قدیروف په ځای به چی د می په میاشت کی د بم په چاودنه کی ووژل شو بل جمهور ریس وټاکی .

XS
SM
MD
LG