د لاس رسي وړ اتصالات

د چچنیا د یاغی ډلو قوماندان د ښوونځی د حملی مسولیت په خپله غاړه اخستی دی - 2004-09-17


د چچنیا د یاغی ډلو قوماندان د روسیی په جنوب کی د ښوونځی د محاصری د حملی مسولیت چی پکی د دری سو شلو تنو نه زیات کسان چی زیاتره یی ماشومان و ووژل شول په خپله غاړه اخستی دی. په هغه اعلامیه کی چی د چچنیا د یاغی ډلو په ویب سایت کی خپره شوی شمیل باسایوف ددی میاشتی په سر کی د روسی پر یوه ښوونځی باندی د حملی او همدارنگه د دوه روسی الوتکو د راغور ځولو مسولیت هم په خپله غاړه واخست چی د روسیی په جنوب کی را وغورځول شوی . د متحده ایالاتو د خارجه وزارت مرستیال ریچارد ارمتاج وویل د ښاغلی بسایوف دا داعا چی وایی حمله ده کړی ده دا په ډاگه کوی چی هغه د بشریت په خلاف دی . ښاغلی ارمتاج نن د جمعی په ورځ د پولند په مرکز وارسا کی د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کی وویل چی هر هغه څوک چی د سیاسی ا‏]‎دافو دپاره بی گناه او معصؤم خلک ووژنی زموږ د خوښی په ټولنه کی د ژوندانه لیاقت نلری. د روسیی جمهور ریس ولادیمیر پوتین پدی اونی کی د تروزم سره د مبارزی دپاره په هیواد کی یو لړ سیاسی بدلونونه اعلان کړل .

XS
SM
MD
LG